کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د حېدراباد او بېنګلور لوبه: راشد خان په نو بال معين علي له مېدانه بهر کړ
راشد خان او معين علي

د حېدراباد او بېنګلور لوبه: راشد خان په نو بال معين علي له مېدانه بهر کړ

نن د سنرايزرز حېدراباد او رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلو ترمنځ په لوبه کې راشد خان په نو بال باندې معين علي د منډې پر مهال وسوځاوه او له مېدانه يې بهر کړ.

هر کله چې يو توپ اچونکى (نو بال) ترسره کړي، نو په هغه بال که توپوهونکى بولډ کړي او يا هم کېچ شي، نو نه اوټ کېږي، خو يوازې د منډې پر مهال اوټ کېداى شي.

نن هم همداسې وشوه.

د حېدراباد او بېنګلور ترمنځ د ايليمينېټر مهمه لوبه ترسره کېده، چې د هرې لوبډلې لپاره يې بريا ډېره مهمه وه او هره لوبډله چې بريالۍ شوه، هغه د کواليفاير ٢ لوبې ته لار پېدا کوله.

د لوبې په ١١م اور کې شهباز نديم توپ اچونه کوله، چې په دويم توپ يې د ارون فنچ ويکټ واخيسته، هغه عبدالصمد کېچ کړ، اې بي ډيويليرز هم توپوهنې ته ولاړ و او له هغه سره د مرستې لپاره معين علي توپوهنې ته راکوز شو، خو شهباز نديم نو بال وکړ، چې نو بال ته بيا معين علي مخکې شو، نوموړي په دې بال باندې د منډې ترلاسه کولو هڅه وکړه، خو راشد خان ډېره په زړه پورې ډګر ساتنه وکړه او نېغ يې ويکټې وويشتې، چې معين علي د منډې پر مهال وسوځېده او په نو بال له مېدانه بهر شو.

د راشد خان په دې زبردسته تهرو يا د ويکټو په ويشتلو باندې په ټولنيزو رسنيو کې هم ډېرو خلکو ټويټونه کړي دي، په دې اړه نه يوازې دا چې د کرکټ مينه والو ټويټونه کړي دي، بلکې مشهورو کرکټرانو او وېبپاڼو هم په دې اړه ټويټونه کړي دي او راشد خان يې د معين علي په سوځولو ستايلى دى.


د يادولو وړ ده چې سنرايزرز حېدراباد د رايل چېلنجرز بېنګلور د ١٣٢ منډو هدف په ١٩.٤ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٦ ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه، چې له دې سره کواليفاير ٢ لوبې ته يې لار پېدا کړه او هلته به د ډيلي کاپيټلز لوبډلې سره مخ شي.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان

راشد خان په اسټراليا کې د ١٤ ورځو لپاره کرنټين شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان تېره ورځ اسټراليا ته …