کورپاڼه / روغتيا / د شکر ناروغانو ته پروټین لرونکي خواړه او سابه ګټور ګڼل کېږي
سبزۍ

د شکر ناروغانو ته پروټین لرونکي خواړه او سابه ګټور ګڼل کېږي

طبي کارپوهان وايي چې د شکر ناروغان د بدن د پروټینو د پوره کولو لپاره د هګیو، کبانو او د چرګ غوښې سربېره له ځینو مېوو او دالو یا هم له ځینو خوړو لکه مرخیړي، مټر، شېدې، پنیر او نورو څخه استفاده کولی شي.

ویل کېږي چې د شکر د ناروغۍ د تشخیص وروسته، اخته کس په خپل ژوند کې د بدلون احساس کوي او یو ډول ویره ورسره پیدا کېږي. دوی داسې فکر کوي چې نور به هیڅکله خواږه شیان ونه خوري او ژوند به یې د تل لپاره بدل شي.

د شکر ناروغي ډیر ډولونه لري، چې په ځانګړي توګه په ماشومانو او ځوانانو کې یې دا ډولونه څرګندېږي. :

د Type 1 diabetes ناروغي:

ددې ډول ناروغانو د پانقرانس په عُده کې د انسولین کچه ټیټه وي، دوی اړ دی چې د ټول ژوند لپاره د انسولینو ماده ځانته پیچکاري کړي. په دې ناروغۍ اخته کسان باید پخپل وخت ډوډۍ وخوري او انسولینو ته د اړتیا پر وخت خپل انسولین پوره کړي، که چېرې داسې ونه کړي د شکر کچه یې ټیټېدلی شي.

خو Type 2 diabetes ناروغي د چاغوالی او زیات خوراک سره تړاو لري. په دې ناروغۍ اخته کسان باید خپل وزن د ورزش یا هم په لږ خوراک کولو سره کم کړي.

د جنوبي آسیا په هیوادونو کې د شکر د ناروغۍ یو لوی لامل په بدن کې د کاربوهایډریټ زیاتوالی ګڼل شوی، چې د وریژو او اصلاح شوو غنمو د خوراک له امله پیدا کېږي. هر کله چې د شکر ناروغي مو تشخیص شوه، نو د وریژو او غنمو خوراک مو لږ کړئ او پر ځای یې شنه سابه یا هم هغه خواړه او مېوې وخورئ چې پروټین ولري.

نو ددې لپاره چې د بدن پروټین مو پوره شي کبان، د چرګ غوښه او هګۍ استعمالولی شئ، دغه راز له مېوو او دالو یا هم له ځینو خوړو لکه مرخیړي، مټر، شېدې، پنیر او نورو څخه استفاده کولی شئ.

په غوړو کې هغه غوړي چې Monounsatrated په نوم ماده لري، لکه د زیتونو، جوارو، ممپلیو، شړشمو او نورو څخه ګټه اخیستلی شئ. خو د بسکټو د پخلنځي له محصولاتو استفاده مه کوئ، ځکه چې په بسکټو کې موجود غوړ د کولیسټرولو کچه لوړوي او د زړه حمله رامنځته کولی شي.

د نیم ساعت لپاره یا هم پنځه څلویښت دقیقې ورزش یا پلي تګ وکړئ او د FAR (Flexibility, aerobic exercise and resistance )  اصول په پام کې ولرئ. چې Flexibility یې د پورته کېدو او ښکته قوت ډېروي، aerobic یې ډېر اکسیجن ترلاسه کول او resistance یې د بدن د غړو په ښه والي کې مرسته کوي. چې د لږ وزن پورته کول، مراقبه کول یا هم نور ورزشونه ورته ګټور تمامېږي.

په لنډه توګه به ووایو، که هر څوک د شکر په ناروغۍ اخته شي باید په ژوند کې بدلون راولي او د ناروغۍ د کچې کمولو لپاره له درملو کار واخلئ، تر څو یې له خطرونه وژغورل شئ.

Loading...

دا هم ولولئ

د مڼې پوستکي

د مڼې د پوستکي حیرانوونکې ګټې

د انګلیسي ژبې یو مشهور متل دی، چې هره ورځ یوه مڼه خوړل مو ډاکتر …