د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر او الراونډر لوبغاړى شاهد خان اپريدى وايي، چې لوڼې د خداى غوره ډالۍ دي. هغه وايي چې اوس ورسره دا وخت شته، چې خپله کوچنۍ لور په لويېدو وويني.
شاهد اپريدى چې يو وخت د پاکستان ملي لوبډلې مهم لوبغاړى و، هغه چټکه توپوهنه ترسره کوله، نوموړي په ټولنيزو رسنيو کې د خپلې کوچنۍ لور سره يو عکس خپور کړى دى او تر څنګ يې ورسره ليکلي دي، چې هغه له خپلو ټولو لوڼو سره ډېره مينه کوي او دا يې په ژوند کې د الله له لوري غوره ډالۍ ده.
نوموړى وايي، چې د خپلو لوڼو سره يې ډېر وخت ګډ نه دى تېر کړى، په ځانګړې توګه چې دوى لويېدې، خو وايي چې اوس ورسره د خپلې کوچنۍ لور عروه لپاره ډېر وخت دى.
My daughters are the most wonderful gift of Allah in my life! Didn’t get to spend much time with my other daughters especially when they were growing up, feel blessed that now I have the time to see Arwa grow. May Allah bless her and protect her as well as children all around. pic.twitter.com/f2bDDCI0SB
— Shahid Afridi (@SAfridiOfficial) November 6, 2020
هغه چې د خپلې کوچنۍ لور عروه سره يې دوه عکسونه په ټويټر کې خپاره کړي دي، ليکلي يې دي، چې الله دې د عروه په ګډون د ټولو ماشومانو ساتنه وکړي.
د شاهد اپريدي او د هغه د لور دا عکسونه په ټولنيزو رسنيو کې خلکو ډېر خوښ کړي دي او ډېرو خلکو پرې کمنټونه هم کړي دي.
د يادولو وړ ده چې د پاکستان دا پخوانى مشهور لوبغاړى د پنځه لوڼو پلار دى، چې تر ټولو کوچنۍ لور (عروه) يې د روان کال د فبرورۍ په مياشت کې زېږېدلې ده.
شاهد اپريدي وخت نا وخت د خپلو لوڼو عکسونه په ټولنيزو رسنيو کې خپروي، د هغه د واده شل کاله پوره شوي دي او کله چې شاهد اپريدي د پاکستان لپاره لوبېده، نو وخت نا وخت به يې لوڼې هم د هغه د ملاتړ لپاره مېدان ته ورتللې.
٤٠ کلن شاهد اپريدي په ١٩٩٦ کال کې د پاکستان لپاره لوبې پيل کړې وې، چې وروستۍ نړيواله لوبه يې په ٢٠١٨ کال کې د ويسټ انډيز پر وړاندې د اى سي سي ورلډ اليون لوبډلې لپاره ترسره کړې وه.