کورپاڼه / روغتيا / د کافي څښلو ګټې او تاوانونه
کافي

د کافي څښلو ګټې او تاوانونه

ډېری خلک ددې پرځای چې چای وڅښي، له کافي ګټه اخلي. په ځانګړی توګه د سهار پر مهال یې د موډ برابرولو لپاره څښي، خو ځینې خلک یې په څښلو کې افراط کوي او په مثبتو او منفي اغېزو یې نه پوهېږي.

د یو راپور له مخې ویل کېږي، هره ورځ په نړۍ کې له دوه میلیارده کپه (پیالو) څخه زیاته کافي مصرف کیږي، چې دا شمېر د ژمي په جریان کې څو چنده ډیریدی شي. په هر حال راځئ په دې پوه شو چې د کافي ګټې او تاوانونه کوم دي؟

د کافي خوښونکي ښایي تلوسه ولري، چې ساینسي شواهد یې په اړه څه وایي.

کافي ولې ګټوره او تاواني ده؟

د کافي په جوړښت کې تر ټولو اغېزمن جُز کافین دی، له ډېرو څېړنو څخه څرګنده شوې چې د انسان پر بدن مثبتې اغېزې لري، خو په عموماً کې د کافي جوړښت ډېر پیچلی دی او په همدې سبب ویل کېږي چې هم ګټې او هم تاوانونه لري.

د کافي ګټې

د فزیکي فعالیت ډېرول:

له ورزش کولو یو ساعت د مخه د کافي څښل، کولی شي چې له ۱۱ تر ۱۲ سلنه فزیکي فعالیت ډېر کړي. د کافي په جوړښت د کافین مواد د انډرالین هورمون (هغه هورمون دی چې انسان د یو کار لپاره هڅوي) افرازوي او د فزیکي فعالیت کچه ډېروي.

د وازدې یا غوړ اوبه کول:

د کافین مواد نه یوازې د وازدو حجرې ختموي، بلکې د بدن د وازدو یا غوړ په اوبه کولو کې هم مهم رول لري.

د وزن کمول:

د کافي په جوړښت کې د پوتاشیم او میګنیزیم شتون د انسولینو پکارولو کې مرسته کوي. دغه راز د وینې لوړ فشار برابر ساتي او د مالګې او بورې استعمال ته اړتیا کموي.

کافي

چُست او چالاک مو ساتي:

وایي چې د ورځې تر شپږو پیالو کافي څښل مو د ناڅاپي مړینې خطر کموي. په یوه څېړنه کې راغلي هغه کسان چې کافي استعمالوي د هغو په پرتله چې کافي نه استعمالوي، د ناڅاپي مړینې کچه یې ۲۵ سلنه لږه ده.

د سرطان ضد ځانګړتیاوې لرې:

د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي، چې د ورځې څلور پیالې کافي څښل په سړو کې د پروستات د سرطان خطر ۲۰ سلنه او په ښځو کې د میټریال سرطان خطر  ۲۵ سلنه کموي. دغه راز په بدن کې زیاته اندازه کافین درلودل د ځینو عصبي ناروغیو لکه د الزایمر خطر هم لږولی شي.

د فلج کېدو خطر مو کموي:

په ورځ کې له ۲ څخه تر ۴ پیالو کافي څښل مو د فلج کېدو خطر کمولی شي.

منفې اغېزې:

د بې کیفیته کافي کارول د سر درد، کمزوري کېدو او طبیعت یا موډ د بدلون لامل کیدی شي، خو دا هغه وخت امکان لري کله چې د کافي وخت تېر شوی وي یا کوم زیان ور اوښتی وي.

د کافي ډېر استعمال:

په لږ وخت کې له ۸۰ تر ۱۰۰ پیالو یا ۲۳ لیتره کافي څښل، په بدن کې ۱۳ ګرامه کافین تولیدوي، چې دې کچې ته په رسېدو انسان قۍ یا ګانګې کوي او ژوند یې له ګواښ سره مخامخ کېږي.

له ۲۳ لیترو څخه زیاتې اوبه هم د انسان لپاره خطرناکې وي.

د بې خوبۍ او نا آرامۍ لامل:

په کافي کې د کافینو شتون د خوبۍ او نا آرامۍ لامل کېږي. نو په همدې موخه روغتیاپالان وایي چې په ورځ کې دې له څلورو پیالو زیاته کافي ونه څښل شي.

د امیندواره میرمنو لپاره له یوې پیالې زیاته کافي څښل زیان رسوونکي ده:

په دې اړه ډول ډول خبرې شوي، خو باوري خبره داده چې کافي د حمل مرحله ډېره حساسه کوي. همدا لامل دی چې روغتیاپالان مېرمنو ته د یوې پیالې کافي وړاندیز کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

هډوکي

که غوښه ونه خورئ، هډوکي به مو مات کړئ

که چېرته تاسې د غوښې خوړل په بشپړ ډول بند کړئ او يوازې سبزي خواره …