کورپاڼه / روغتيا / د امیندوارو مېرمنو ژور خپګان؛ ماشوم ته ساه لنډي پیدا کوي

د امیندوارو مېرمنو ژور خپګان؛ ماشوم ته ساه لنډي پیدا کوي

زیاتره مېرمنې د امیندوارۍ پرمهال له ګڼو فزیکي او احساساتي بدلونونو سره مخ کېږي، چې د ژور خپګان یا ډیپریشن خطر ډېرولی شي. هغه ماشومان چې مېندې یې د امیندوارۍ پرمهال د ژور خپګان ښکار وي، د ساه لنډۍ له ناروغۍ سره مخامخ کېږي.

پورتنۍ موندنې د یوې څېړنې په پایله کې څرګندې شوې دي، چې په دې وروستيو کې ترسره شوې.

په څېړنو کې چې له څلور زرو زیاتو والدینو باندې ترسره شوې وې، له پلرونو څخه د مېندو د امیندوارۍ د دویمې درې میاشتنۍ او له امیندوارۍ څخه درې کاله وروسته د ذهني فشار په اړه پوښتنې وشوې او له مېندو څخه د ماشوم د زېږېدو وروسته د دویمې او شپږمې میاشتې په اړه څېړنې ترسره شوې.

په دې څېړنه کې چې د (توریکس) ژورنال لخوا خپره شوې، معلومه شوه چې ۳۶۲ مېرمنې او ۱۶۷ نارینه د مېندو د امیندوارۍ پرمهال له ګڼو اروایي ستونزو سره مخ شوي دي.

څېړونکي وایي، چې د امیندوارۍ پرمهال ژور خپګان د ماشوم د سږو د کمزوري کېدو او ساه لنډۍ سبب کېږي. دوی وایي چې د امیندوارۍ پرمهال رواني ستونزې د ماشوم سږي کمزوري کوي، خو د زېږون وروسته یې د رواني ستونزو او د ماشوم د روغتیا په اړه څه نه دي موندلي.

له پایلو څخه څرګندېږي چې د امیندوارۍ پرمهال رواني ستونزې، ماشوم ته تر لس کلنۍ پورې د ساه لنډۍ مشکل پیدا کولی شي.

د هالېنډ د ایراسموس پوهنتون استاد ډاکتر ایولین آر وان میل چې په دې څېړنو کې یې برخه اخیستې وه، وایي چې د ماشوم ساه لنډي ګڼ شمېر سببونه لري، خو موږ وموندله چې دا ستونزه له مېندو څخه ماشومانو ته انتقالېږي. ځیني شواهد داسې هم شته چې د مېندو په معده کې یو شمېر میکانیزم وي او د هغې په سبب ماشوم ته ساه لنډي پیدا کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

د مڼې پوستکي

د مڼې د پوستکي حیرانوونکې ګټې

د انګلیسي ژبې یو مشهور متل دی، چې هره ورځ یوه مڼه خوړل مو ډاکتر …