کورپاڼه / تجارتي ليګونه / راشد خان مين شو او سندرې يې پيل کړې؟
راشد خان

راشد خان مين شو او سندرې يې پيل کړې؟

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان چې اوس مهال په متحده عربي اماراتو کې دى او هلته د اى پي ايل سياليو کې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېږي.

نوموړي د ټولنيزو رسنيو په مشهور اپليکېشن انسټاګرام کې يوه ويډيو خپره کړې ده، چې يوه له غمه ډکه سندره پکې وايي، چې معنا يې داسې ده، چې خبره دومره خرابه شوې ده، چې زړه مې مات شوى او زه هم مات شوى يم.

راشد خان په انسټاګرام کې دا ويډيو نيم ساعت مخکې خپره کړې ده او تراوسه پورې له ٧٦ زرو څخه زياتو کسانو خوښه کړې ده او همدا راز زرګونو کسانو پرې تبصرې هم کړې دي.

 

View this post on Instagram

 

Anyone want to have a karaoke party? 🎤😍😍✌🏻

A post shared by Rashid Khan (@rashid.khan19) on


راشد خان په دې ويډيو کې خپل مخې ته يو کاغذ نيولى دى او يوه سندره وايي. نوموړي له دې ويډيو سره ليکلي دي، چې که هر څوک غواړي چې پارټي وکړي. همدا راز د خندا ايموجي يې هم ورسره ورکړي دي.

د راشد خان په دې ويډيو د حېدراباد لوبډلې ځينو لوبغاړو هم کمنټونه کړي دي. عبدالصمد ورته ليکلي دي: ((واه واه ډېر ښه.)) همدا راز شريواتس ګوسوامي ورته ليکلي: ((وروره سندره دې ډېره ښه ويلې.))

د فلاى ويد خان په نوم له يو اکاونټ ورته بيا ليکلي دي، چې راشد خانه ستا خبره ورانه شوه، خو چا دې زړه مات کړ؟ کلين بولډ يې کړه. راشد خان ورته بېرته په ځواب کې ليکلي دي، چې زه يې کلين بولډ کړم.

راشد خان چې په انسټاګرام کې ډېر فعال دى او خپل عکسونه او ويډيوګانې له مينه والو سره خپروي، دا خو معلومه نه ده چې چا يې زړه مات کړى دى، خو د هغې دا سندره خلکو ډېره خوښه کړې ده.

د يادولو وړ ده چې په روان اى پي ايل ليګ کې د سنرايزرز حېدراباد لپاره تر ټولو زياتې ويکټې راشد خان اخيستي دي. نوموړي په ١٥ لوبو کې ١٩ ويکټې ترلاسه کړې دي، خو هغه بيا ډېره اقتصادي توپ اچونه هم کړې ده.

د راشد خان لوبډلې حېدراباد پرون د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې ته ماتې ورکړه او دويمې کواليفاير لوبې ته يې لار پېدا کړه، چې سبا به د ډيلي کاپيټلز لوبډلې سره ولوبېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

شاهد اپريدى او نوين الحق

د نوين الحق له محمد عامر او شاهد اپريدي سره شخړه، څه يې وويل؟

پرون په لنکا پريمئير ليګ کې د افغانستان چټک توپ اچونکي نوين الحق له دوه …