کورپاڼه / د لوبو راپورونه / پاکستان په لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه کې زمبابوې ماته کړه
محمد حفيظ او بابر اعظم

پاکستان په لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه کې زمبابوې ماته کړه

بابر اعظم د پاکستان لپاره چټکه توپوهنه ترسره کړه او د زمبابوې له لوري ورکړل شوى هدف يې پوره کړ چې پاکستان د ٦ ويکټو په توپير زمبابوې ته په لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه کې ماتې ورکړه.

د پاکستان او زمبابوې ترمنځ د درې نړيوالو شل اوريزو لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه د پاکستان په پېنډۍ کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې په پيل کې زمبابوې پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

زمبابوې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٥٦ منډې وکړې، چې له ډلې يې ويسلي ماديوير په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه، نوموړي د ١ شپږيزې او ٩ څلوريزو په مټ په ٤٨ توپونو ٧٠ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې. همدا راز سين ويليمس ٢٥، ايلټون چيګومبورا ٢١ او برينډن ټيلر ٢٠ منډې وکړې.

د پاکستان له لوري حارث روف او وهاب رياض ٢-٢، عثمان قادر او محمد حسنين ١-١ ويکټ واخيستې.

د ١٥٧ منډو هدف د پاکستان لوبډلې په ١٨.٥ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ، چې د ٦ ويکټو په توپير يې په لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه کې بريا خپله کړه.

د دوى له لوري لوبډلمشر بابر اعظم په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه، نوموړي د ١ شپږيزې او ٩ څلوريزو په مټ په ٥٥ توپونو ٨٢ منډې وکړې، همدا راز محمد حفيظ ٣٦ او فخر زمان ١٩ منډې وکړې.

د زمبابوې له لوري بليسنګ موزرباني ٢، ټينډاى چټارا او ريچارډ نګاروا ١-١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه بابر اعظم ته ورکړل شوه.

د پاکستان او زمبابوې ترمنځ به د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ دويمه نړيواله شل اوريزه لوبه د نومبر په ٨مه نېټه د پاکستان په پېنډۍ کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د پاکستان له لوري عثمان قادر بيا نن خپله لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه ترسره کړه.

Loading...

دا هم ولولئ

ډيلي کاپيټلز

د رباډا خطرناکه توپ اچونه، ډيلي د حېدراباد لوبډله ماته او پايلوبې ته يې لار پېدا کړه

په ١٩م اور کې کاګيسو رباډا د حېدراباد درې لوبغاړي عبدالصمد، راشد خان او شريواتس …