کورپاڼه / بېلا بېل / نور به د یوازیتوب احساس ونه کړئ
مصنوعي لاس

نور به د یوازیتوب احساس ونه کړئ

اوسمهال ساینسپوهانو د هغه کسانو لپاره چې تنها اوسېږي یا د یوازیتوب احساس کوي، یوه حل لاره را ویستي او داسې روبوټکه وسیله یې ایجاد کړې چې د انسان یوازیتوب ختمولی شي.

ویل کېږي چې د جاپان هیواد د ګیګو پوهنتون ساینسپوهان داسې وسیله جوړه کړې، چې د یوازیتوب احساس وژني او لکه د یو ملګري غوندې انسان له لاسه نیسي او تنهایي یې ختموي. دې وسیلې ته یې د ᎷᎽ ᏀᏆᎡᏞҒᎡᏆᎬΝᎠ ᏆΝ ᏔᎪᏞᏦ نوم ورکړی، چې په نوو روبوټکو معیارونو یې جوړه کړې. وایي که چېرته یې لاس ونیسې، نو داسې احساس به وکړئ لکه رښتینی لاس مو چې نېولی وي.

نوموړې روبوټکه وسیله د ساینسپوهانو لخوا د نرمو جیلو څخه جوړه شوې، چې د انساني پوستکي احساس ترې وشي او یو شمېر کوچني سوري هم لري، چې کولی شئ د خپلې خوښې خوشبو پکې واچوئ.

دغه راز په دې وسیله کې ᏴႮᏆᏞͲ-ᏆΝ ᏢᎡᎬՏՏႮᎡᎬ ՏᎬΝՏϴᎡ هم شتون لري یعنې څومره چې تاسې ددې وسیلې لاس ټینګ نیسئ، په هماغه اندازه ستاسې لاس هم ټينګ نیسي. ویل کېږي چې په دې وسیله کې ᎡᎪᏆᏞ هم کارول شوي، چې د تګ پر مهال یې لاسونه خوځېږي.

یاده دې وي، چې ذکر شوې روبوټکه وسیله تر اوسه د ازمایښتونه لاندې ده، خو ساینسپوهان ادعا کوي، چې په دې وسیلې به د انسانانو یوازیتوب ختموي.

بله خوا د چین هیواد د یو راکیټ په وسیله مدار ته ۱۳ سپوږمکۍ لېږلي دي. د چین له خوا دا کارنامه د تایوان ایالت Satellite Launch Center څخه ترسره شوې او په بریالیتوب سره یې مدار ته رسولي.

د چین څخه په رارسېدلو راپورونو کې ویل کېږي چې دا کار یې د جمعې په ورځ سهار ۱۱ بجې او ۱۹ دقیقې ترسره کړې. دوی وایي چې په دې ۱۳ سپوږمکیو کې یې ۳ سټلایټ او ۱۰ یې د ارجنټاین د یو شرکت له لورې جوړې شوې د سواګرۍ لپاره Remote Sensing سپوږمکۍ وې.

Loading...

دا هم ولولئ

د سهار پاڅېدلو ګټې

سهار وختي له خوبه د پورته کېدلو ګټې

وایي چې وختي وېده شه، وختي پاڅه او صحت من، شتمن او عقل من ژوند …