کورپاڼه / جالب / له واده مخکې نجلۍ سړي ته دوکه ورکړه، سړي له خپل ځان سره واده وکړ
د ډاکټر واده ١

له واده مخکې نجلۍ سړي ته دوکه ورکړه، سړي له خپل ځان سره واده وکړ

کله چې د چا کوژده ختمه شي، نو ياد کس ډېر خپه کېږي او بيا په دې هڅه کې وي، چې د خپل ژوند لپاره بل ملګرى پېدا کړي، تر څو ورسره واده وکړي، خو ايا کله مو داسې اورېدلي دي، چې يو چا دې د کوژدې له ماتېدو وروسته له خپل ځان سره واده کړى وي؟

د برازيل اوسېدونکي ٣٣ کلن ډاکټر تېر کال د نومبر په مياشت کې له يوې ډاکټرې سره کوژده کړې وه او دواړو غوښتل چې د روان کال د اکتوبر په مياشت کې واده وکړي.

د جولاى په مياشت کې د دواړو ترمنځ په بېلا بېلو موضوعاتو بحثونه وشو، چې له هغه وروسته ښځې پرېکړه وکړه چې له ډاکټر سره خپله کوژده ختمه کړي.

د ډاکټر واده ٢

تر دې مخکې د دواړو د واده نېټه ټاکل شوې وه، خو ډاکټر د واده نېټه او پروګرام لغوه نه کړ، بلکې پرېکړه يې وکړه چې له خپل ځان سره به واده کوي.

ډاکټر ډيوګوربيلو د اکتوبر په ١٧مه نېټه يو خوندور پروګرام جوړ کړ، چې د هغه د کورنۍ او ملګرو شاوخوا ٤٠ غړو پکې ګډون کړى و.

د ډاکټر د واده په دې خوندور پروګرام کې که د څه شي کمى و، نو هغه (ناوې) وه، چې په واده کې نه وه، خو ډاکټر د خپل واده دا ورځ د ځان لپاره د خپل ژوند تر ټولو غوره ورځ وګڼله.

د ډاکټر واده ٣

هغه په خپلو خبرو کې وويل، چې نن زما د ژوند تر ټولو ښايسته ورځ ده، ځکه چې نن زه له هغه خلکو سره يم چې ماته ډېر نږدې دي، نن موږ د غم يوه پېښه په ټوکه بدله کړه او دلته يې خوشحالي لمانځو.

دغه ډاکټر د خپل ځان سره د واده عکسونه په انسټاګرام اکاونټ کې هم خپاره کړل، چې په دې عکسونو کې د هغه نږدې ملګري او د کورنۍ غړي ورسره ليدل کېږي.

د ډاکټر واده ٤

نوموړي همدا راز د خپلو ټولو ملګرو څخه هم مننه وکړه، چې د خپګان دا ورځ يې د هغه لپاره په خوشحالۍ بدله کړه او د خپلې پخوانۍ کوژدې د ښې راتلونکې لپاره يې هم هيله وکړه.

Loading...

دا هم ولولئ

ټايټينيک ١

اوس تاسې هم د ډوب شوي ټايټينک ننداره کولاى شئ، خو له مصارفو يې دلته خبر شئ

په سمندر کې به تراوسه پورې څومره ډېرې کشتۍ يا سمندري جهازونه ډوب شوي وي، …