د اوبو ډېر استعمال انسان له مختلفو ناروغیو او ستونزو څخه ژغوري. خو د ژمي په موسم کې د اوبو کم استعمال مو له ګڼو ستونزو سره مخامخ کوي. د ژمي په موسم کې د وچې هوا یا په آب و هوا کې د نمۍ د کموالي په سبب بدن ډېرو اوبو ته اړتیا پیدا کوي.
په مناسبه اندازه اوبه څښل دومره اړینې دي لکه څومره چې بدن غذایي خوړو ته اړتیا لري.
د (ډایټ اف دی ټاون) روغتون کارکوونکی او د غذایي موادو کارپوه عبیر ابو راجیلی واېې، چې د ژمي په موسم کې د اوبو څښلو ته ځانګړې پاملرنه وکړئ.
اوبه د بدن د تودوخي درجه ټیټوي:
اوبه د انسان د بدن د تودوخي د درجې په کنټرولولو کې مهم لري، په ځانګړي توګه د ژمي په موسم کې ډېرې اوبه استعمال کړئ. دغه راز بخارۍ ته ډېر کېناستل هم د بدن اوبه کمولی شي.
د ستړیا د لرې کولو لپاره:
د ستړیا، سستۍ او داسې نورو مسائلو په سبب د انسان طبیعت د پرېشانۍ ښکار کېږي. دا ډول کسان د موسمي ناروغیو لکه زکام، نزله او په نورو هم ډېر اخته کېږي، چې عامه وجه یې د اوبو کم استعمال دی، خو د ډېرو اوبو استعمال مو دا ستونزې حل کولی شي.
د پوستکي لپاره د اوبو ګټې:
د انسان پوستکی هم له دننه طرفه او هم له بهر طرفه ډېر حساس وي، په ځانګړي ډول د ښځو پوستکی، چې د ژمې په موسم کې ډېر سپورېږي. نو ددې لپاره چې پوستکی مو نم دار وي، ډېرې اوبه استعمال کړئ.
د میټابولېزم د عملیې د مخکې بېولو لپاره د بدن د تودوخې درجه برابره ساتل پکار وي او ددې لپاره د ډېرو اوبه استعمال ډېر اړین دي. د نورو غذایي موادو په پرتله د بدن لپاره اوبه ډېرې مهمې ګڼل کېږي، ځکه چې د بدن حجرې اوبو ته ډېر زیاته اړتیا لري او ددې لپاره کولی شو چې د لیمو د اوبو څخه هم ګټه واخلو.
د زهري موادو ایستل:
د ورځې لږ تر لږه اته پیالې اوبه څښل مو له بدن څخه زهرجن مواد وباسي. پوستکی له سپوروالي ژغوري او دفاعي سیستم مو پیاوړی کوي او د زکام، نزلې او داسې نورو ناروغیو څخه مو ژغوري.
د خوړو د هضمولو لپاره:
ددې لپاره چې خواړه مو ښه هضم شي، بدن ته مو باید په پوره توګه اوبه ورسېږي. هغه کسان چې بدهضمۍ لري، د اوبو په ډېر استعمال خپله ستونزه حلوي.
د ورځې یو پیاله تړمې اوبه ډېرې حیرانوونکې پایلې هم لرلی شي.