کورپاڼه / د لوبو راپورونه / ښځينه ټي ٢٠ چېلنج: سوپر نواس د ٢ منډو په توپير بريا خپله کړه
سوپر نواس

ښځينه ټي ٢٠ چېلنج: سوپر نواس د ٢ منډو په توپير بريا خپله کړه

د ښځينه ټي ٢٠ چېلنج سياليو په لړ کې نن يوه زبردسته لوبه نندارې ته وړاندې شوه، چې د سوپر نواس لوبډلې د ٢ منډو په توپير بريا خپله کړه.

د ښځينه ټي ٢٠ چېلنج سياليو دريمه يا د ليګ وروستۍ لوبه د سوپر نواس او ټرايل بلېزر لوبډلو ترمنځ په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې په پيل کې سوپر نواس پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

سوپر نواس په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٦ منډې وکړې، چې له ډلې يې چماري اتاپتو د ٤ شپږيزو او ٥ څلوريزو په مټ په ٤٨ توپونو ٦٧، هرمن پريت کور ٣١ او پريا پونيا ٣٠ منډې وکړې.

د ټرايل بلېزر له لوري جهولن ګوسوامي، سلما خاتون او هرلين ديول ١-١ ويکټ واخيستې.

د ١٤٧ منډو هدف په تعقيب کې د ټرايل بلېزر لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٤ منډې وکړې او د ٢ منډو په توپير يې په لوبه کې ماتې وخوړه.

د دوى له لوري ديپتي شرما ٤٣ ناسوځېدلې، سمرتي مندانا ٣٣، دياندرا دوتين ٢٧ او هرلين ديول هم ٢٧ منډې ترلاسه کړې.

د سوپر نواس له لوري شکيرا سلمان او رادها يادو ٢-٢ او انوجا پټيل ١ ويکټ واخيسته.

د لوبې د غوره لوبغاړې جايزه چماري اتاپتو ته ورکړل شوه، چې په نننۍ بريا کې يې مهمه ونډه واخيسته.

د يادولو وړ ده چې دا د ښځينه ټي ٢٠ چېلنج دريمه يا د ليګ وروستۍ لوبه وه، په دې ليګ کې چې درې لوبډلو برخه درلوده، درې واړو يوه يوه لوبه کې بريا خپله کړه او ٢-٢ نومرې لري، خو د ټرايل بلېزر نېټ رن رېټ زيات دى، نو لومړى او سوپر نواس بيا په دويم مقام کې ده، چې دواړه پايلوبې ته ووتې او ويلو سيټي بيا له سياليو څخه بهر شوه.

د ښځينه ټي ٢٠ چېلنج پايلوبه به د ټرايل بلېزر او سوپر نواس لوبډلو ترمنځ د نومبر په ٩مه نېټه په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

ګلين پيليپس

نيوزيلېنډ په دويمه لوبه کې هم ويسټ انډيز مات او لوبلړۍ يې په خپل نوم کړه

د نيوزيلېنډ لوبډلې په دويمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې د ويسټ انډيز لوبډلې ته …