کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / اى پي ايل: ډيلي او حېدراباد نن مخ کېږي، کومه لوبډله به پايلوبې ته لاړه شي؟
ډيويډ وارنر او شرياس اير

اى پي ايل: ډيلي او حېدراباد نن مخ کېږي، کومه لوبډله به پايلوبې ته لاړه شي؟

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل دويمه کواليفاير لوبه نن د ډيلي کاپيټلز او سنرايزرز حېدراباد لوبډلو ترمنځ د ابوظهبي په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

دا لوبه د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې پيلېږي.

د سنرايزرز حېدراباد لوبډله په وروستيو لوبو کې ډېره ښه ځلېدلې ده او پرلپسې يې په څلور لوبو کې بريا خپله کړې ده. د ليګ په وروستيو درې لوبو کې يې ډيلي کاپيټلز، رايل چېلنجرز بېنګلور او ممبۍ انډينز لوبډلو ته ماتې ورکړې او همدا راز په ايليمينېټر لوبه کې يې بيا د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې ته ماتې ورکړه او دويمې کواليفاير لوبې ته يې ځان ورساوه.

خو د ډيلي کاپيټلز لوبډله په وروستيو لوبو کې ښه نه ده ځليدلې او د ليګ په وروستيو پنځه لوبو کې يې پرلپسې څلور ماتې وخوړې او اخري لوبه کې يې بيا د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې ته ماتې ورکړه، خو په لومړۍ کواليفاير لوبه کې يې بيا له ممبۍ انډينز څخه د ٥٧ منډو په توپير ماتې وخوړه.

په روان ليګ کې ډيلي دوه ځلې له حېدراباد سره مخ شوې ده او دواړه ځل يې ماتې خوړلې ده، دا دريم ځل دى چې دواړه لوبډلې مخ کېږي او د حېدراباد لوبو ته په کتلو سره ښکاري، چې ښايي ډيلي نن کور ته رخصت شي، خو بيا هم نن به په لوبه کې معلومات وشي، چې کومه لوبډله پايلوبې ته ځان رسوي.

هره لوبډله چې نن بريالۍ شوه، د نومبر په لسمه نېټه به د اى پي ايل په پايلوبه کې د ممبۍ انډينز لوبډلې سره مخ شي. ممبۍ انډينز دفاعي اتله لوبډله ده او تېر کال يې په پايلوبه کې د چيناى سوپر کنګز لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

وريديمان ساها او ويجى شنکر د ټپونو له امله ښايي په نننۍ لوبه کې هم ونه لوبېږي.

د دواړو لوبډلو احتمالي نوملړونه:

ډيلي کاپيټلز: شيکر دهون، اجينکى ريهانى، شرياس اير (لوبډلمشر)، شيمرون هيټماير، ريشب پانټ (ويکټ ساتونکى)، مارکوس سټوينيس، هرشل پټيل، اکشر پټيل، کاګيسو رباډا، ار اشوين او انريک نورجه.

سنرايزرز حېدراباد: ډيويډ وارنر (لوبډلمشر)، شريواتس ګوسوامي (ويکټ ساتونکى)، منيش پانډى، کين ويليمسن، پريام ګرګ، جېسن هولډر، عبدالصمد، راشد خان، شهباز نديم، سنديپ شرما او ټي ناټاراجن.

Loading...

دا هم ولولئ

ممبۍ انډينز او ډيلي کاپيټلز

اى پي ايل: د ډيلي او ممبۍ او بېنګلور او حېدراباد ترمنځ مهمې لوبې ترسره کېږي

نن د اى پي ايل سياليو په لړ کې دوه لوبې ترسره کېږي، چې لومړۍ …