کارپوهان وایي چې د ساعت الارام د موبایل الارام پرتله ډېر غوره دی.
د موبایل په ایجاد سره د ډېرو شیانو استعمال کم شوی دی لکه ساعتونه، کامرې، بجلي، د الارام ساعتونه او داسې نور. اوس په ټوله نړۍ کې په میلونونه خلک د الارام ساعت پر ځای د موبایل الارام استعمالوي. چې د انسان په طبیعت منفې اغېزې ښیندي او خلک مجبوروي چې بېرته د ساعتونو الارام وکاروي.
د موبایل پرځای د ساعت الارام د استعمال سببونه:
د موبایل د الارام غږ د ساعتونو د الارام څخه مختلف وي او دا ځکه مختلف وي چې د ساعت الارام یوازې د همدې لپاره جوړ شوي دي او د موبایل د الارام سره سهار له خوبه د جګېدو سره سم په موبایل کې مصروفېږئ، چې همدا مصروفیدل د انسان پر روغتیا ناوړه اغېزې پرېباسي.
د شپې راغلي میسجونه او ایمیلونه سهار له خوبه د پاڅېدو سره سمدستي کتل د انسان پر روغتیا ناوړه اغېزې لرلی شي.
روغتیاپالان په بستره کې د موبایل استعمال منع کوي ځکه چې د وېده کېدو څخه مخکې که موبایل استعمال شي نو تر ډېره د خوب د نه راتللو وېره هم پیدا کولی شي، چې د انسان په بدن ناوړه اغېزې کوي.
دا هم ممکن ده چې د شپې مو په موبایل کې چارج خلاص شي او سهار مو له خوب جګ نشي کړای.
بله خوا د امریکا د کیلیفورنیا ایالت د روغتیا د برخې څېړونکو د موبایل د تاوانونو په برخه ویلي ول، چې موبایل راډیو اکټیوټي او نورې وړانګې خپروي، چې زیات کارول یې د انسان روغتیا خرابولی شي. دوی زیاتوي وایي، چې موبایلونه راډیویي څپې خپروي، چې دا ډول څپې په ځانګړي توګه په ماشومانو او ځوانانو کې دماغي وعده کمزورې کوي، دغه د هیډفون استعمال او د خوب پر مهال موبایل څنګ ته ایښودل دماغي سرطان هم پیدا کولی شي.