کورپاڼه / خبرونه / دويم پاکستاني کرکټر هم د کورونا له احتياطي تدابيرو سرغړونه وکړه
بابر اعظم او وهاب رياض

دويم پاکستاني کرکټر هم د کورونا له احتياطي تدابيرو سرغړونه وکړه

د پاکستان او زمبابوې ترمنځ په لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه کې پاکستاني توپ اچونکي وهاب رياض د کورونا له احتياطي تدابيرو څخه سرغړونه وکړه او توپ يا بال يې په لاړو لوند کړ.

د راپورونو په وېنا، د پاکستان او زمبابوې د لوبې پر مهال چټک توپ اچونکي وهاب رياض توپ په لاړو لوند کړ، چې لوبڅارانو ورته اخطاريه ورکړه.

د لوبې په ١١م اور کې وهاب رياض دا کار وکړ، چې لوبڅارانو عليم ډار او اصف يعقوب وليده او هغه ته يې وويل، چې توپ دې په مېدان کې وغورځوي، لوبه ودرېده او لوبڅارانو توپ بېرته په سنيټايزر پاک کړ او له هغه وروسته بيا لوبه پيل شوه.

د يادولو وړ ده چې په لوبغالي کې د لوبې پر مهال هېڅ لوبغاړي ته اجازه نشته، چې توپ په لاړو لوند کړي، اى سي سي د کورونا لپاره د نوو احتياطي تدابيرو سره په دې سخت بندېز لګولى دى.

وهاب رياض دويم پاکستانى لوبغاړى شو، چې دا کار يې وکړ، تر دې مخکې په انګلستان کې د پاکستان يو بل لوبغاړي محمد عامر هم دا کار کړى و.

د يادولو وړ ده چې د اى سي سي د نوو اصولو له مخې، هرې لوبډلې چې درې ځلې په لوبغالي کې توپ په لاړو لوند کړ، نو د جريمې په توګه به يادې لوبډلې ته پنځه منفي نومرې ورکول کېږي.

پرون د پاکستان او زمبابوې ترمنځ د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه د پېنډۍ کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه. په دې لوبه کې زمبابوې د پاکستان لوبډلې ته ١٥٧ منډې هدف وټاکه، چې پاکستان ياد هدف د ٤ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په ٦ ويکټو يې بريا خپله کړه.

نن د پاکستان او زمبابوې ترمنځ د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ دويمه نړيواله شل اوريزه لوبه ترسره کېږي، چې د افغانستان په وخت ٣ بجې به پيل شي.

Loading...

دا هم ولولئ

شعېب اختر او وسيم اکرم

وسيم اکرم: دا مسلکي لوبغاړي دي او که ماشومان؟ شعېب اختر: د پاکستان لوبډله خو څه د کوڅې لوبډله نه ده

د نيوزيلېنډ حکومت له لوري د پاکستان ملي لوبډلې ته اخطار ورکولو څخه وروسته د …