کورپاڼه / تجارتي ليګونه / اى پي ايل: د ويراټ کوهلي د لوبډلمشرۍ څخه د ليرې کېدو غوښتنه
ويراټ کوهلي

اى پي ايل: د ويراټ کوهلي د لوبډلمشرۍ څخه د ليرې کېدو غوښتنه

د ويراټ کوهلي په مشرۍ د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډله يو ځل بيا د اى پي ايل د اتلولۍ څخه بهر شوه، چې د بېنګلور د بهر کېدو وروسته يو ځل بيا د ويراټ کوهلي د يادې لوبډلې د لوبډلمشرۍ څخه د ليرې کېدو غوښتنه شوې ده.

د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني پيليز توپوهونکي ګوتم ګمبير ويلي دي، چې زه سل سلنه په دې فکر يم چې د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې لپاره دې د ويراټ کوهلي پر ځاى بل لوبډلمشر وټاکل شي.

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، چې په تېرو اته کلونو کې چې ويراټ کوهلي د بېنګلور لوبډلې لوبډلمشر دى، يو ځل يې هم دا لوبډله اتلولۍ ته نه ده رسولې، په دې بايد فکر وشي، يو لوبډلمشر څه چې يو لوبغاړى هم اته کاله پرلپسې ناکامه شي، نو په خپل ځاى نه پاتې کېږي.

ګوتم ګمبير همدا راز زياتوي، زما غوښتنه دا ده چې د رايل چېنلجرز بېنګلور لوبډلې لوبډلمشري دې ويراټ کوهلي پرېږدي او د هغه پر ځاى دې بل لوبډلمشر وټاکل شي.

د يادولو وړ ده چې د ويراټ کوهلي په لوبډلمشرۍ د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډله په ليګ پړاو سياليو کې څلورم مقام خپل کړ او پلى اف پړاو سياليو ته يې لار پېدا کړه.

د پلى اف پړاو په ايليمينېټر لوبه کې رايل چېلنجرز بېنګلور د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې سره مخ شوه، چې بېنګلور لومړى توپوهنه ترسره کړه او ١٣٢ منډې هدف يې وټاکه، ياد هدف د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٦ ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه، چې حېدراباد مخکې لاړه او بېنګلور کور ته لاړه.

همدا راز رايل چېلنجرز بېنګلور په وروستيو لوبو کې ښه لوبه نندارې ته وړاندې نه کړه او په پنځه لوبو کې يې پرلپسې ماتې وخوړې.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان

د راشد خان د کرنټين دويمه ورځ، هغه په کرنټين کې څه کوي؟ ويډيو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان چې دوه ورځې وړاندې …