کورپاڼه / بېلا بېل / ایرانی ملا: له خور، مور، ترور او عمه سره نکاح روا ده
ايرانى ملا

ایرانی ملا: له خور، مور، ترور او عمه سره نکاح روا ده

يو ايراني ملا په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې له خپلې مور، خپلې خور، خپلې ترور او له خپلې عمه سره نکاح رواه ده، خو بايد مهر ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې قرآن کريم دا ټولې خپلوۍ محرمات بللي دي.

خو د يو ايراني ملا يوه ويډيو په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کېږي، چې هغه پکې فتوا ورکړې ده، چې له خور او مور سره هم نکاح حلاله ده.

دا ويډيو چې د پلازمېنه په نوم له ټويټر اکاونټ څخه خپره شوې ده، د ويډيو سره ليکل شوي: ((په ايران کې د اخوندي نظام ملايانو فتوا ورکړې چې د مهر په ورکولو سره ان له مور او خور سره هم نکاح روا ده.))

دوى همدا راز زياته کړې ده: ((دوى دا فتوا په داسې حال کې ورکړې چې برني موارد په قرآن کريم کې دايمي محرمات بلل شوي دي.))


د ياد ايراني ملا په دې فتوا خلکو سختې نيوکې کړې دي.

د يادولو وړ ده چې پاکستان او ايران کې ډېر داسې ملايان پېدا شوي دي، چې د هغه شيانو په اړه، چې اسلام حرام بللي دي، يې فتواوې ورکړي دي، چې دا حلال دي او هر څوک کولاى شي چې ترسره يې کړي.

تر دې مخکې په پاکستان کې يو ملا مفتي عبدالقوي په خپلو مرکو کې ويلي و، چې په اسلام کې د عکس اخيستل جايز دي او په دې کې د حرام څه نشته. هغه ويلي و، چې هغه په زرګونو سيلفي عکسونه اخيستي دي او ډېر يې له نجونو سره اخيستي دي.

همدا راز مفتي عبدالقوي په خپله يوه مرکه کې دا هم ويلي و، چې که په کومو څښاکو کې ٦٠ سلنه الکول وي، نو هغه حرام دي او په اسلام کې ورته اجازه شته، چې د ٦٠ سلنو الکولو څښاک دې وکړي.

Loading...

دا هم ولولئ

د سهار پاڅېدلو ګټې

سهار وختي له خوبه د پورته کېدلو ګټې

وایي چې وختي وېده شه، وختي پاڅه او صحت من، شتمن او عقل من ژوند …