کورپاڼه / بېلا بېل / آیا د خپلو ماشومانو ونې جګول غواړئ؟
ماشومان

آیا د خپلو ماشومانو ونې جګول غواړئ؟

که د خپلو ماشومانو ونې جګول غواړئ، نو له ماشومتوبه ورته ښه خواړه ورکړئ.

پورتنۍ پایله په انګلیستان کې د یوې څېړنې څخه لاسته راغلې ده.

د لندن د ښار د (امپریل) پوهنتون په دې څېړنه کې د ټولې نړۍ هغه ماشومان چې ښوونځیو ته ځي د دوی ونه او وزن تر څېړنې لاندې نېولی و.

په دې څېړنه کې چې د ۱۹۲ هیوادونو د ۵ کلنۍ څخه تر ۱۹ کلنۍ پورې، شپږ نیم میلونه ماشومان تر څېړنې لاندې نېولی شوي و. ترې څرګنده شوه، چې د دوی د ونې او خوړو څخه د دوی د روغتیا په اړه معلومات کولی شي.

په څېړنه کې وموندل شو، چې د نړۍ د لوړې ونې او ټیتې ونې لرونکي قومونه په ۱۹ کلنو ځوانانو کې ۲۰ سانتي متره توپیر لېدل کېږي، چې په هلکانو کې د ۶ کلنۍ او په نجونو کې د ۸ کلنۍ په عمر د دوی په نشو و نما کې ستونزه لېدل کېږي.

د مثال په ډول څېړنې وموندل چې د بنګله دیش او ګویټی مالا (د نړۍ د ټیټي ونې لرونکو خلکو هیواد) د ۱۹ کلنو او د نیدرلینډ د ۱۱ کلنو نجونو ونې سره برابرې دي.

نیدرلینډ هغه هیواد چې نجونې او هلکان یې د نړۍ د لوړو ونو لرونکو ګڼل کېږي.

څېړونکي وایي، چې په ماشومتوب کې مختلف خواړه یا په ځانګړي توګه د ښه خوړو لږ استعمال، د نشو و نما سربېره په ماشومتوب کې د غټوالي سبب هم ګرځې، چې د ماشوم روغتیا او شخصیت د ټول عمر لپاره اغېزمن کولی شي.

په دې څېړنه کې له ۱۹۸۵ څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې معلومات راټول شوي و او دا ترې معلومه شوه چې په ۱۹ کلنو کې د لوړ ونې لرونکي خلک په شمال لویدیځو او منځني اروپایي هیوادونو کې شتون لري، چې د نیدرلینډ، ډنمارک او ایسلینډ هیوادونه پکې شامل دي او هغه هیوادونه چې د ټیټې ونې لرونکي انسانان پکې دي، جنوبي، جنوب ختیځه اسیا، لاطیني امریکا او ختیځه افریقا ده.

په څېړنه کې هغه هیوادونه هم ښودل شوي چې د منځني قد لرونکي وي چې عبارت دي له چین، جنوبي کوریا او د ختیځې اسیا ځینې سیمې.

د مثال په توګه په چین کې د ۲۰۱۹ ز کال د ۱۹ کلن ځوان د ۱۹۸۵ کال په پرتله ۸ سانتې زیات د لوړ قد خاوند و. خو د افریقا د ځینو سیمو په هلکان کې بیا ونې ټیټې شوې وې.

دغه راز په څېړنه کې راغلی چې د منځني ختیځ، امریکا او د انګلیستان په ۱۹ کلنو ځوانانو کې وزن ډېر شوی، خو په جنوبي اسیا کې بیا دا سطحه ډېره کمه ده.

څېړنې دا هم ویلي چې په زیاتره هیوادونو کې ددې پر ځای چې د پنځه کلنو ماشومانو ونه جګه شي، وزن یې ډېرېږي. دوی وایي چې ددې سبب دا دی چې دوی ته مناسب خواړه نه ورسېږي یا د ښوونځي د وخت چاپیریال پرې تاثیر کوي.

څېړونکي وایي چې ځینې هیوادونه داسې هم شته چې ۵ کلن ماشومان یې د ښې روغتیا څښتنان وي خو د ښوونځي په دوران کې وروسته پاتې کېږي او له دې دا ثابتېږي چې زیاتره ماشومان ښوونځي د تلو په عمر مناسب خواړه نه شي ترلاسه کولی.

دوی زیاتوي چې مناسب او ښه خواړه د ماشومانو ونې جګوي او وزن یې هم برابر ساتي.

Loading...

دا هم ولولئ

ښځه خاوند او ماشوم

څنګه د ماشومانو د موبايل کارولو وخت را کم کړو؟

نن سبا ټابلیټ او ځیرک موبایلونه مخ په ډېرېدو دي یا داسې یې وګڼئ، چې …