د اى پي ايل په روانو سياليو کې د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېږي، خو نوموړي سږکال د ډيلي کاپيټلز پر وړاندې ډېره ښه توپ اچونه ترسره کړې ده.
راشد خان چې په تېرو دوه لوبو کې يې د ډيلي پر وړاندې ښه توپ اچونه کړې، يو ځل بيا داسې ويل کېږي، چې په نننۍ مهمه لوبه کې به هم هغه د ډيلي لوبغاړو لپاره سرخوږى جوړ کړي.
راشد خان په روان ليګ کې تر ټولو غوره توپ اچونه هم د ډيلي کاپيټلز پر وړاندې ترسره کړې وه.
د سنرايزرز حېدراباد او ډيلي کاپيټلز لومړۍ لوبه د سپتمبر په ٢٩مه نېټه ترسره شوې وه، چې راشد خان په دې لوبه کې په ٤ اورونو کې ١٤ منډې ورکړې او ٣ لوبغاړي يې وسوځول.
په دې لوبه کې حېدراباد په ١٥ منډو بريا خپله کړه او راشد خان ته پکې د غوره لوبغاړي جايزه هم ورکړل شوه.
د دويم ځل لپاره حېدراباد او ډيلي د اکتوبر په ٢٧مه نېټه مخ شو، په دې لوبه کې بيا راشد خان د روان اى پي ايل خپله غوره توپ اچونه ترسره کړه او حېدراباد د ٨٨ منډو په توپير بريا خپله کړه.
راشد خان په ٤ اورونو کې يوازې ٧ منډې ورکړې او ٣ لوبغاړي يې وسوځول.
راشد خان د ډيلي په وړاندې په دوه لوبو کې ٨ اورونه ترسره کړي دي، چې د ډيلي ٦ لوبغاړي يې سوځولي او همدا راز ٢١ منډې يې ورکړې دي.
نن د حېدراباد او ډيلي ترمنځ دويمه کواليفاير لوبه ترسره کېږي، چې دا لوبه ډېره مهمه لوبه ده او هره لوبډله چې بريالۍ شي، پايلوبې ته به لار پېدا کړي. پايلوبه د نومبر په ١٠مه نېټه ترسره کېږي، چې ممبۍ انډينز ورته له مخکې څخه لار پېدا کړې ده.
مبصرين وايي، چې ښايي راشد خان نن هم د ډيلي کاپيټلز لپاره سرخوږى جوړ شي او که چېرته د ډيلي توپوهونکو راشد خان کنټرول کړاى شو، نو ښايي ښه توپوهنه ترسره کړاى شي.