کورپاڼه / ليکنې / هغه عادتونه چې له نورو مو هوښیار ښکاره کوي
هغه عادتونه چې له نورو مو هوښيار ښکاره کوي

هغه عادتونه چې له نورو مو هوښیار ښکاره کوي

آیا تاسې ډېر هوښیار یا ځیرک یئ؟ دا یوه داسې پوښتنه ده چې هر څوک پرې پوهېدل غواړي، ځکه هر څوک فکر کوي چې هوښیار به وي. په هرحال د هوښیارو خلکو نښې کومې دي؟

که په دې اړه سوچ وکړو نو نوي ساینسي علوم پخواني او ځانګړي روایتونه ردوي او پرځای د ځیرک انسان داسې عادتونه ښایي، چې تصور یې هم مشکل وي.

له دې خبرې خو انکار نه شي کېدای چې هوښیار خلک له خپلو ملګرو سره ډېر توپیر لري، خو دلته پوښتنه پیدا کېږي چې دوی به څومره سره توپیر ولري؟ په دې اړه د نوو ساینسي علومو  په راپورونو کې داسې عادتونه په ګوته شوي، چې ټولو خلکو ته خندونکي او د زغم وړ نه دي.

د ناپوهۍ منل:

ډېرې کسان غواړي چې خلکو ته ځان هوښیار وښایي او داسې رویه کوي لکه دوی چې په هر څه پوهېږي، خو رښتیا دادی چې دوی په هیڅ نه پوهېږي. هوښیار خلک چې مختلفو مسائلو کې خپله ناپوهي مني، دوی داسې فکر کوي چې نړۍ له مختلفو شیانو چې ډکه ده. یوې څېړنې موندلې، هغه خلک چې پر څه د پوهېدو ادعا کوي په ازموینو کې لږې نمرې اخلي او هغه کسان چې د ناپوهۍ څخه انکار نه کوي لوړ نمرې اخلي.

په دوامداره توګه هڅه کول:

کله چې یو څوک د نورو زده کړو په لټه کې وي، نو دا مانا لري چې دوی هوښیار دي. د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي، هغه کسان چې IQ په ازموینه کې یې لوړې نمرې ترلاسه کړي، ډېر ځیرک وي، د دوی ذهین د هر ډول فکرونه لپاره اماده وي او کولی شي نوي شیان رامنځته کړي.

د نورو خلکو جملې پوره کول:

شاید ډېره حیرانوونکي درته ښکاره شي، خو د نورو احساس درک کول د احساساتي ځیرکتیا نښه ده. همدري او د نورو احساسات درک کول مو لوړ ځای ته رسولی شي.

هېرول:

که څه هم د ښې حافظې درلودل د ځیرکتیا نښه ګڼل کېږي، خو یوې څېړنې موندلې چې هېرول هم د هوښیارتیا کچه لوړولی شي. څېړنې وایي چې د ځینو شیانو هېرول یا د هغه شیانو هېرول چې مهم نه وي، ذهن دې ته برابروي چې نوي فکرونه ترلاسه کړي.

کم خوب یا د شپې تر ناوخته ویښ پاتې کېدل:

کم خوب په دې مانا نه دی چې بیخي لږ خوب وکړئ. د یو څېړنې له مخې ویل کېږي، هغه خلک چې د شپې تر ناوخته ویښ وي، کم خوب کوي. ځکه دوی سهار دفتر یا ښوونځي ته ځي نو باید زر را پورته شي. څېړنې زیاتوي هغه کسان چې د شپې تر ناوخته ویښ وي د زیرکتیا کچه یې لوړه وي.

د چاکلیټو خوښول:

د چاکلیټو او دماغي ځواک ترمنځ اړیکې شته دی. په کاکو کې فلاوونایډونه ماده دماغي فعالیت ته وده ورکوي.  یوې څیړنې موندلې چې د چاکلیټو خوړل دماغي فعالیتونه ښه کوي. لکه د حافظې، پاملرنې او تحلیل کولو وړتیا مو ډېروي.

د چاکلیټ خوړل نه یوازې دماغي فعالیتونه په سمدستي توګه ښه کوي، بلکې په ورځ کې لږه اندازه خوړل یې، کولی شي د اوږدې مودې لپاره مو دماغي فعالیت ته وده ورکړي.

د ډوډۍ چړپول:

د نړۍ ۳۰ سلنه خلک د misophonia په نوم له اروایي ناروغۍ ښکار دي، دا ډول ناروغانو د ځینو غږونو حساسیت لري. په امریکا کې یوې څېړنې موندلې، چې دا ډول خلک ډېر ځیرک وي، که چېرته ستاسو له دې کار څخه نور په تنګ وي نو تاسې ځیرک یاست.

ځنډول:

که څه هم ځنډول یو ښه عادت نه دی، خو یوه څېړنه ادعا کوي چې ځنډ کول یوازې د لټۍ پایله نه وي بلکې د کار لپاره د سم وخت انتظار کول هم دي. په ساده الفاظو به داسې ووایو چې دا عادت مو خلاقیت لوړوي تر څو وکولی شې پراخه فکر ولرئ. یوې بلې څېړنې موندلې چې په کار کې ځنډ راوستل د ځیرکتیا نښه ده. څېړنې زیاتوي چې دا ډول خلک خوشبین وي او دوی د ښو هیلو په درلودلو سره ښې پایلې لاسته راوړي.

په ځان کې ورکېدل:

که چېرته مو تنها اوسېدل نه په غذابوي نو تاسې ځیرک یاست. یوې څېړنې موندلې، هغه کسان چې په خپل ځان کې ورک وي یا له ځان سره خبرې کوي یا ځینې شیان په لوړ غږ تکراروي، نو دوی هوښیار دي.

لټي یا سستي کول:

د یوې څېړنې له مخې ادعا کېږي، هغه خلک چې په خپلو افکارو کې ورک شوي او له فزیکي پلوه ضعیف یا لږ فعال وي ډېر هوښیار دي.

خیال پلاوي:

یوې څېړنې موندلې چې د ورځې خوب کول یا خیال پلاو وهل تخلیقي فعالیت ډېروي. څېړن وایي چې که چېرته کوم کس له ستونزې سره مخ وي ۱۲ دقیقې یې پرېږدئ چې حل لاره ومومي.

د هر ډول حالاتو سره ځان برابرول:

هوښیاره خلک نرم طبیعت لري او د هر ډول شرایطو سره ځان برابرولی شي. یوې څېړنې موندلې، هغه کسان هوښیار دی چې د شرایطو سره ځان برابر کړي.

لوستونکی اوسېدل:

ځکه چې دوی ډېره هڅه کوي او په لټه کې دي. د نړۍ هوښیار خلک لوستل خوښوي. بل ګیټس وايي، کوم څه چې یې نن په لاسونو کې دي، دا هرڅه یې د لوستلو په سبب دي.

روڼ آندي:

ځیرک خلک ځان خپلو فکرونو یا فرصتونو پورې نه محدودوي، بلکې دوی د نورو خلکو نظرونه هم مني او بدیلو لارو ته خپل ذهنونه خلاص ساتي. د یوې مطالعې پر وینا، آزاد ذهنیت لرونکي خلک هغه څوک دي چې هر ډول نظرونه اوري یا ځان پرې پوهوي.

په خپل ځان کنټرول لرل:

یوې څېړنې وموندله چې هوښیار خلک ډېره اندیښنه نه کوي. دوی خپله اندیښنه د پلان او روښانه اهدافو له لارې کنټرولوي.  د څېړونکو پر وینا، زموږ د دماغو یوه برخه د خلکو سره مرسته کوي، ستونزې او مشکلات یې حل کوي.

ټوکې کول:

یوې څېړنې موندلې، هغه خلک چې خندوونکي جملې لیکي، د لفظي ذهانت لوړې نمرې ترلاسه کوي.  یوې بلې څېړنې موندلې چې مسلکي طنز کوونکي د نورو په پرتله د ذهانت لوړې نمرې ترلاسه کوي.

د نورو احساسات درک کول:

هوښیاره خلک تل د نورو احساسات درک کوي او ځان پرې پوهوي. د ارواپوهانو پر وینا، د نورو سره همدردي کول یا یې احساسات درک کول، د احساساتي ذهانت لومړنۍ برخه ده.

هغه خلک چې د احساساتي هوښیارتیا څښتن وي، د نوو خلکو سره خبرې کوي او نوي څه ترې زده کوي.

له نورو څخه مختلف فکر کول:

هوښیارتیا په اصل کې له نورو څخه مختلف فکر کولو ته وایي، که څه هم ډېری کسان ځان ځیرک نه ګڼي او ډېری وخت یې په نظریاتو رشخند هم وهل کېږي. خو دوی ځیرک وي.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان

د راشد خان تازه مرکه: څنګه يو افغان د نړۍ د کرکټ ستورى شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکى راشد خان، چې اوسمهال په اى پي …