کورپاڼه / د لوبو راپورونه / پاکستان له زمبابوې نه دويمه شل اوريزه لوبه او لوبلړۍ هم وګټله
حيدر علي او بابر اعظم

پاکستان له زمبابوې نه دويمه شل اوريزه لوبه او لوبلړۍ هم وګټله

د پاکستان لپاره بابر اعظم او حيدر علي په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې په دويمه نړيواله شل اوريزه لوبه او همدا راز په شل اوريزه لوبلړۍ کې يې هم د زمبابوې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د زمبابوې او پاکستان ترمنځ د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو دويمه لوبه نن په پېنډۍ کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه. د لوبې په پيل کې پاکستان پچه وګټله او لومړى يې د زمبابوې لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

زمبابوې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٣٤ منډې وکړې، چې له ډلې يې ريان برل ٣٢ ناسوځېدلې، ويسلي ماديوير ٢٤ او ايلټون چيګومبورا ١٨ منډې وکړې.

د پاکستان له لوري حارث روف او عثمان قادر ښه توپ اچونه ترسره کړه، چې دواړو ٣-٣ لوبغاړي وسوځول، همدا راز ١ ويکټ د فهيم اشرف په برخه هم ورسېده.

د ١٣٥ منډو هدف د پاکستان لوبډلې په ١٥.١ اورونو کې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٨ ويکټو په توپير يې د زمبابوې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د دوى له لوري حيدر علي ٦٦ ناسوځېدلې او بابر اعظم ٥١ منډې وکړې. د زمبابوې له لوري بليسنګ موزرباني ٢ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه حيدر علي ته ورکړل شوه.

د يادولو وړ ده چې تر دې مخکې په لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه کې هم پاکستان زمبابوې ته ماتې ورکړې وه، چې د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو په لړۍ کې يې د ٢-٠ سره دا لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه.

د پاکستان او زمبابوې ترمنځ د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ هم ترسره شوې ده، چې پاکستان پکې په ٢-١ سره بريا خپله کړه، د دغه لړۍ وروسته لوبه ډېره په زړه پورې وه، چې زمبابوې پکې په سوپر اور کې بريا خپله کړې وه.

دا هم ولولئ

راشد خان

راشد خان يو ځل بيا ښه توپ اچونه وکړه، بېنګلور ١٥٠ منډې هدف وټاکه

د سنرايزرز حېدراباد لپاره جېسن هولډر او راشد خان ښه توپ اچونه ترسره کړه، رايل …