کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د رباډا خطرناکه توپ اچونه، ډيلي د حېدراباد لوبډله ماته او پايلوبې ته يې لار پېدا کړه
ډيلي کاپيټلز

د رباډا خطرناکه توپ اچونه، ډيلي د حېدراباد لوبډله ماته او پايلوبې ته يې لار پېدا کړه

په ١٩م اور کې کاګيسو رباډا د حېدراباد درې لوبغاړي عبدالصمد، راشد خان او شريواتس ګوسوامي وسوځول او لوبه يې د ډيلي کاپيټلز په بريا تمامه کړه، چې ډيلي پايلوبې ته لار پېدا کړه او حېدراباد بهر شوه.

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل دويمه کواليفاير لوبه د ډيلي کاپيټلز او سنرايزرز حېدراباد لوبډلو ترمنځ د ابوظهبي په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې په پيل کې ډيلي کاپيټلز پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

ډيلي کاپيټلز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو ١٨٩ منډې وکړې، چې له ډلې يې شيکر دهون په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او په ٥٠ توپونو يې ٧٨ منډې وکړې، همدا راز شيمرون هيټماير هم چټکه توپوهنه ترسره کړه او په ٢٢ توپونو يې ٤٢ ناسوځېدلې منډې وکړې. له دوى پرته مارکس سټوينس ٣٨ او شرياس اير ٢١ منډې وکړې.

شيکر دهون

د سنرايزرز حېدراباد له لوري راشد خان، سنديپ شرما او جېسن هولډر ١-١ ويکټ واخيستې.


د ١٩٠ منډو هدف په تعقيب کې سنرايزرز حېدراباد هم ښه توپوهنه ترسره کړه، خو په ١٩م اور کې د درې لوبغاړو له لاسه ورکولو سره يې لوبه هم له لاسه ووتله، حېدراباد په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١٧٢ منډې وکړې او د ١٧ منډو په توپير يې په لوبه کې ماتې وخوړه.

د دوى له لوري کين ويليمسن ٦٧، عبدالصمد ٣٣، منيش پانډى ٢١ او پريام ګرګ ١٧ منډې وکړې.

د ډيلي کاپيټلز له لوري بيا کاګيسو رباډا په زړه پورې او خطرناکه توپ اچونه ترسره کړه چې د حېدراباد ٤ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز مارکس سټوينس هم په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه او ٣ لوبغاړي يې وسوځول، ١ ويکټ د اکشر پټيل په برخه هم ورسېده.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه مارکس سټوينس ته ورکړل شوه.

د نننۍ لوبې په بريا سره د ډيلي کاپيټلز لوبډلې پايلوبې ته لار پېدا کړه، چې د نومبر په ١٠مه نېټه به په پايلوبه کې د ممبۍ انډينز لوبډلې سره مخ شي. همدا راز د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې سفر پاى ته ورسېد.

Loading...

دا هم ولولئ

تيسارا پريرا

د سټالينز لوبډلې کنډي ټسکرز ته ماتې ورکړه او دريمه بريا يې په خپل نوم کړه

د نوين الحق درې ويکټو هم کنډي ټسکرز له ماتې ونه ژغورله، ټسکرز په توپوهنه …