کورپاڼه / بېلا بېل / د څوارلسو زامنو وروسته یې د لور په زېږېدلو؛ مور او پلار ډېر خوشحاله دي
د ١٤ زامنو مور و پلار

د څوارلسو زامنو وروسته یې د لور په زېږېدلو؛ مور او پلار ډېر خوشحاله دي

په نړۍ کې څوک د زامنو په ارمان دي، خو څوک بيا د لوڼو په ارمان دي او د خپل دې ارمان پوره کولو لپاره ځينې خلک بيا کلونه کلونه انتظار باسي.

د امریکا په متحده ایالاتو کې یوې ۴۵ کلنې مېرمنې له څوارلسو زامنو وروسته لور زېږولې، چې ټولې کورنۍ یې پرې ډېره خوشحالي څرګنده کړې.

انګلستانۍ ورځپاڼه The Guardian وایي، چې د امریکا په مشيګن ایالت کې دا ښځه کیټیري شوانډت او خاوند جی شوانډټ، چې د څوارلسو زامنو په وجه مشهور دي، اوس یې لور ږېږېدلې ده. د دوی د واده ۳۰ کاله تېر شوي دي او هر وخت به یې د یوې لور د درلودلو هیله کوله.

د نوې زېږېدلې جینۍ پلار جی شوانډټ چې اوس مهال ۴۵ کلن دی، په مرسي روغتون کې د رسنیو سره یې په خبرو کې وویل، چې له ۳۰ کلن اوږد انتظار وروسته یې هیله پوره شوې ده او دوی ډېر زیات خوشحاله دي.

د جینۍ مور کیټیري شوانډټ وایي، چې دا کال به یې په څو سببونو یو یادګار پاتې شي، خو میګي جین (د جینۍ نوم دی) یوه داسې تحفه ده، چې موږ یې تصور هم نه شو کولی. دغه راز د جینۍ پر زېږېدو یې ۱۴ ورونو هم خپله خوشحالي څرګنده کړې.

د نوې زېږېدلې جینۍ مشر (۲۸ کلن) ورور په ډېره خوشحالۍ سره وایي، چې مور او پلار یې ډېر خواشینې وه او دا هیله یې نه درلوده چې دوی به یوه لور ولري. خو کله چې میګي جین وزېږېده نو مور یې ډېره خوشحاله شوه او د لومړې ځل لپاره ټولو ته ګلابي جامې واخیستې.

جی شوانډټ په حقوق او کیټیري په ټولنیزو چارو کې ماسټري لري، دوی د مکتب له وخته سره پېژندل او پوهنتون ته د ورتګ څخه دمخه یې واده وکړ او ترڅو یې چې خپلې زده کړې پوره کولې درې زامن یې هم زېږېدلي و.

Loading...

دا هم ولولئ

هندۍ ښځه

د هند هغه ايالت چې نارينه بې واکه او ښځې واکمنې دي

د هند په هیواد کې د کاسي قبیلې ښځینه و، نارینه بې وسه یا بې …