د اى پي ايل لوبډله ډيلي کاپيټلز، چې مخکې يې نوم ډيلي ډير ډيويليز و، په لومړي ځل دا کارنامه ترسره کړه، چې د اى پي ايل سياليو پايلوبې ته لار پېدا کړي.
ډيلي ډير ډيويليز له ٢٠٠٨ کال راهيسې د اى پي ايل برخه ده، په ٢٠١٩ کال کې يې د لوبډلې نوم له ډيلي ډير ډيويليز څخه ډيلي کاپيټلز ته بدل کړ.
د اى پي ايل په ١٢ پړاوونو کې د ډيلي کاپيټلز لوبډله تراوسه پورې په دې نه وه توانېدلې، چې د اى پي ايل پايلوبې ته لار پېدا کړي. په روان ليګ کې هم په وروستيو لوبو کې يو څه کمزورې ښکاره شوه، خو په پرونۍ لوبه کې يې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې ته ماتې ورکړه او پايلوبې ته يې لر پېدا کړه.
تېرو پړاوونو کې کوم ځاى ته رسېدلې وه:
٢٠٠٨: په ٨ لوبډلو کې څلورمه وه، چې د څلورمې لوبډلې په توګه نيمه پايلوبې ته لاړه.
٢٠٠٩: په دې کال کې هم نيمه پايلوبې ته لاړه چې په نيمه پايلوبه کې دريمه لوبډله وه.
٢٠١٠: په دې کال کې له نيمه پايلوبې څخه پاتې شوه، ځکه په جدول کې پنځم مقام کې راغلې وه.
٢٠١١: دا کال د ډيلي کاپيټلز لپاره ښه نه و، ځکه په جدول کې تر ټولو وروستۍ لوبډله وه.
٢٠١٢: په دې کال کې يې پلى اف پړاو سياليو ته لار پېدا کړه، چې هلته دريمه لوبډله وه.
٢٠١٣: په دې کال کې هم د ډيلي لوبډله ډېره کمزورې وه، ځکه چې په جدول کې تر ټولو وروستۍ لوبډله وه.
٢٠١٤: دا پړاو هم د دوى لپاره ښه نه وه او تر نورو ټولو لوبډلو شاته پاتې شوه.
٢٠١٥: په دې کال کې بيا له وروستۍ لوبډلې مخکې وه، يعنې په ٨ لوبډلو کې په ٧م مقام کې راغلې وه.
٢٠١٦: په دې کال کې يې هم کوم کمال ښکاره نه کړ، او په ٨ لوبډلو کې په شپږم مقام کې راغله.
٢٠١٧: په دې کال کې هم په اته لوبډلو کې په شپږم مقام کې راغله.
٢٠١٨: دا کال هم د دوى لپاره ښه نه و او په اته لوبډلو کې تر ټولو وروستۍ لوبډله وه.
٢٠١٩: په دې کال کې بيا ډيلي لوبډلې ښې لوبې وکړې او په ٨ لوبډلو کې دريمه راغله چې پلى اف پړاو ته يې د دريمې لوبډلې په توګه لار پېدا کړه.
٢٠٢٠: د اى پي ايل په تاريخ کې لومړى ځل دى چې د ډيلي کاپيټلز لوبډله پايلوبې ته لار پېدا کړه. پايلوبه د نومبر په ١٠مه نېټه د ممبۍ انډينز او ډيلي کاپيټلز ترمنځ ترسره کېږي، خو دا به وروسته وکتل شي چې ايا ډيلي تاريخ جوړوي او که ممبۍ له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.