کورپاڼه / جالب / د طوطي روزنه به مو حیران کړي
د طوطيانو روزنه

د طوطي روزنه به مو حیران کړي

هسې خو د طوطي په اړه ویل کېږي، چې طوطي ډېر بې وفا مارغه دی، یو ځل چې والوځي، بېرته نه راځي. خو اوس یو کس طوطي ته داسې روزنه ورکړې، چې هر امر یا د کوم کار لارښوونه چې ورته وشي، په ډېره ښه طریقه یې ترسره کوي.

تاسې به ډېر داسې طوطيان ليدلي وي، چې خبرې يې زده کړې وي او په ډېرو خبرو پوهېږي، چې خلکو ته ښه سم ځوابونه هم ورکوي، خو داسې طوطي چې د خپل مالک هره خبره مني او کارونه ترسره کوي، به مو نه وي ليدلى.

پر انټرنیټ د خپرې شوې ویډیو څخه څرګندېږي، چې د طوطيانو دا وړوکی نسل یا په عام ډول دا اسټرالیایي طوطیان مختلفې لوبې او کارونه سرته رسوي.

د طوطیانو ساتونکي کس خپلو طوطیانو ته داسې روزنه ورکړې، چې د والیبال او باسکټبال د لوبې پر وخت په دوو ډلو ویشل کېږي او د خپلې مخالفې ډلې پر لور بال غورځوي.

د ویډیو په بله برخه کې لېدل کېږي، چې طوطي ګنده ګي را اخلي او په کثافت دانې کې یې اچوي خو کله چې څښتن یې د اوسپنې یوه وړه ټوټه ورکوي، نو طوطي ځي او په بله کثافت دانې کې یې اچوي.

خو دریمه برخه یې ډېره په زړه پورې ده، په دې برخه کې یو طوطي را جګېږي او بل طوطي په ریکشه کې کېنوي او وروسته ریکشه روانوي.

بله خوا ویل کېږي، چې په اسټرلیا کې طوطي خپل څښتن وژغورو. راپورونه وایي، چې د اسټرلیا د اوسیدونکي اینټن نګون په کور کې په داسې حال کې اور لګېدلی و، چې نوموړی په خوب ویده و، له دې مخکې چې د اور الارام زنګ ووهي، طوطي په داسې چغو وهلو پیل وکړو، چې څښتن له خوبه پاڅوي. کله چې د طوطي څښتن سترګې پرانېزي، ګوري چې اور لګېدلی، نو خپل بیګ او طوطي را اخلي او له کوره وځي.

Loading...

دا هم ولولئ

ګرانبيه صابون

د نړۍ تر ټولو ګرانبيه صابون، يو دانه په ٢٨٠٠ ډالر دى

تاسې به د ډېرو ګرانبيه شيانو په اړه اورېدلي وي، خو نن درته د يو …