کورپاڼه / روغتيا / د میندو د ژوند طرز، طریقه پر ماشومانو څه اغېز لرلی شي؟
مور او ماشوم

د میندو د ژوند طرز، طریقه پر ماشومانو څه اغېز لرلی شي؟

هغه مېرمنې چې د ښه ژوند څښتنې وي، راتلوونکي ماشومان یې د بل وخت په پرتله د اوږدې مودې لپاره د وینې د شیریانو له ستونزو څخه په امان وي.

دا خبره په یوه نوې څېړنه کې څرګنده شوه.

په یوه اروپایي طبي مجله Journal of Preventive Cardiology کې د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي، چې مېندي د خپلو راتلوونکو ماشومانو د روغتیا اصلي ساتونکي وي، د مور دوامداره ښه روغتیا پر ماشوم هماغه ډول ښه اغېز لري.

څه موده وړاندې هم په څېړنېز راپورونو کې راغلی ول، چې د والدینو جینونه او د ژوند طرز یې د ماشوم پر روغتیا اغېز ښیندي. خو دا لومړنۍ څېړنه ده، چې معلومه کړې یې ده، چې د مور او پلار د زړه روغتیا په راتلوونکي ماشوم پورې تړاو لري او د همدې لپاره یې نارینه او ښځینه په جلا ډول څېړلي دي.

په دې څېړنې ۱۹۸۹ مېرمنې، ۱۹۸۹ نارینه او ۱۹۸۹ ماشومان کتل شوي دي. د څېړنې پر مهال د ماشومانو عمر ۳۲ کاله و او له ۱۹۷۱ څخه تر ۲۰۱۷ کاله پورې د دوی د وینې شیریانونه یې کتلي ول.

څېړونکې وایي، چې په دې ماشومانو کې یې ډېری د ځوانۍ پرمهال کتلي، چې زیاتره یې د زړه له حملې او فلج سره مخ و. دوی زیاتوي، د میندو او پلرونو اوه عادتونه د ماشوم پر روغتیا اغېز لري، سګریټ څکول، ښه خواړه، فزیکي فعالیت، برابر وزن، د وینې لوړ فشار، کولیسټرول او شکر.

بیا یې په دریو ګټګوریو وویشل اوله یې له صفر څخه تر دوو، دویمه یې له دریو څخه تر څلورو او دریمه یې له پنځو څخه تر اوو پورې د عادتونو د لرلو واله مور او پلار و.

څیړونکو د مور او پلار د زړه روغتیا او د دوی د زیږېدلو ماشومانو کې د وینې د شیریانونو ستونزې او د دوی د عمر تر مینځ اړیکې تحلیل کړې، چې د مور-لور، مور-زوی، پلار-لور او پلار-زوی د جوړو په ډول تحلیل شوې وې.

څیړونکو وموندله، هغه والدین چې ښه ژوند لري، د هغوی په پرتله یې چې ژوند یې سم نه دی، ماشومان یې لږ تر لږه ۹ کاله ډېر د وینې د شیریان په ستونزو نه اخته کېږي. یعنې که چېرته د هغوی والدین چې ښه ژوند نه لري او ماشومان په ۵۰ کلنۍ کې له یادې ستونزې سره مخ کېږي، نو د ښه ژوند څښتن والدینو ماشومان به په ۵۹ کلنۍ کې له ورته ستونزې سره مخامخ شي.

څېړونکي وایي، چې د مور زړه بد روغتیايي حالت د ماشومانو د زړه ناروغۍ دوه چنده کولی شي. خو د پلار یې بیا پرې د پام وړ اغېزه نه لري.

څېړونکي زیاتوي چې د امیندوارۍ پرمهال د میندو روغتیایي حالت او د ځوانۍ پر مهال یې د ژوند طرز او طریقه د ماشوم پر روغتیا مستقیم اغېز لري. دوی وایي چې دا اغیز د نجونو په پرتله په هلکان کې ډېر لېدل کېږي.

دا ډول خلک کولی شي د ورزش او ښو خوړو په مرسته خطر لږ کړي خو که داسې ونه کړي نو د ناروغۍ خطر دوه برابر کېدلی شي.

Loading...

دا هم ولولئ

مخ وينځل

څو ځلې باید په ورځ کې مخ ومینځل شي؟

ډېری خلک دا فکر کوي، چې په ورځ کې چې څومره مخ ومینځي، هومره به …