کورپاڼه / ريکارډونه / پاکستان په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې د افغانستان ريکارډ مات کړ
افغانستان او پاکستان

پاکستان په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې د افغانستان ريکارډ مات کړ

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ريکارډ مات کړ او په دې برخه کې يې لومړى مقام خپل کړ.

په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې افغانستان دا ريکارډ درلود، چې د ايرلېنډ څخه يې په پرلپسې ډول ١٢ نړيوالې شل اوريزې لوبې ګټلې وې، خو اوس پاکستان دا ريکارډ مات او نوى ريکارډ يې جوړ کړ.

د يوې لوبډلې پر وړاندې پرلپسې افغانستان ١٢ برياوې خپلې کړې وې، په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې افغانستان دا ريکارډ د ايرلېنډ لوبډلې پر وړاندې جوړ کړى و.

تېره ورځ پاکستان په نړيواله شل اوريزه لوبه کې د زمبابوې لوبډلې ته ماتې ورکړه او لومړۍ لوبډله شوه چې له يوې لوبډلې څخه يې پرلپسې ډول ١٣ لوبې وګټلې او په دې برخه کې يې لومړى مقام خپل کړ.

همدا راز هند بيا په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې اته ځلې د بنګله دېش لوبډلې ته پرلپسې ماتې ورکړې دي او افغانستان د زمبابوې لوبډلې ته هم اته ځلې پرلپسې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ماتې ورکړې دي.

د يادولو وړ ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې دا ريکارډ هم په خپل نوم لري، چې په پرلپسې ډول يې ١٢ نړيوالې شل اوريزې لوبې ګټلې دي.

افغانستان دا لوبې له زمبابوې، بنګله دېش او ايرلېنډ لوبډلو څخه ګټلې دي، چې تر دې مخکې هم افغانستان د ١١ پرلپسې نړيوالو شل اوريزو لوبو ګټلو ريکارډ درلود او خپل دا ريکارډ يې په ٢٠١٩ کال کې بنګله دېش ته په ډهاکه کې د ماتې ورکولو سره جوړ کړ.

له هغه وروسته بيا د پاکستان لوبډله ده چې ٩ نړيوالې شل اوريزې لوبې يې پرلپسې ګټلې دي. انګلستان، ايرلېنډ، پاکستان، پي اين جي او ماليزيا هم بيا په ٨ پرلپسې نړيوالو شل اوريزو لوبو کې برياوې خپلې کړې دي.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان

د سږ کال IPL هغه ریکارډ چې ښایي راشد خان سره پاتې شي

د سږ کال په دیارلسم پړاو هندوستان کرکټ غوره لیګ کې راشد خان یواځېنی افغان …