کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د دماغي سګنالونو په مرسته د انټرنیټ کارولو لپاره ځانګړې وسیله ایجاده شوه
دماغ

د دماغي سګنالونو په مرسته د انټرنیټ کارولو لپاره ځانګړې وسیله ایجاده شوه

په سعودي عربستان کې ځوانان د دماغ سګنالونو په مرسته د انټرنیټ د کارولو لپاره  داسې ځانګړې وسیله رامنځته کړې، چې ټوله نړۍ ورته حیرانه ده.

د عربي رسنیو پر وینا، چې د دماغي سګنالونو دغه وسیله یې د معلولیت لرونکو خلکو لپاره ایجاد کړې ده، چې وبه کولی شي چې د دماغي سګنالونو له لارې انټرنیټ یا ټولنېزې رسنۍ وکاروي.

د راپورونو پر وینا ویل کېږي، چې دغه وسیله څلورو سعودي ځوانانو د معلولیت لرونکو خلکو لپاره د انټرنیټ کارولو په موخه ایجاد کړې ده.

ویل کېږي چې دا وسیله د هیلمټ په څېر ده، چې په سر کېږي او هغه کسان چې په بشپړه توګه معلول دي وبه کولی شي چې د دماغي نښو په ذریعه انټرنیټ وکاروي.

دا وسیله په سعودي عربستان د عسیر د سیمې شهزاده ترکي بن طلال په مشرۍ په یوه انلاین غونډه کې خلکو ته وښودل شوه او د غونډې ګډون والو ددې ځانګړې وسیلې جوړونکو ځوانانو ستاینه وکړه

دا وسیله د دماغي سګنالونو د لوستلو وړتیا لري او پر اساس یې انټرنیټ کاروي. په دې ایجاد سره به د بشپړ معلولیت لرونکو افراد وکولی شي چې ټولنېزې رسنۍ وڅاري.

بله خوا ساینسپوهان د نوې ټیکنالوژۍ په مرسته کولی شي، چې د ګرمو ګلو په مرسته زخمونه ورغوي. دوی وایي چې دا طریقه یې زهرجنه هم نه ده او کولی شي چې ډېر ژور زخمونه هم ورغوي.

دغه راز امریکایي ساینسپوهانو داسې لینزونه جوړ کړي ول، چې د انسان له سترګو سره یې ورته والی درلود او حتی تر دې چې ظرفیت یې هم ترې ډېر و. ویل کېدل چې دا اختراع به په ټولو بصري شیانو لکه، کامره، دوربین، عینکو او تلیسکوپونو کې بدلون راولي. ساینسپوهان وایي چې له دې مخکې یې کوچنی میټالنیز جوړولی شو او ددې لینزونو قطر له میټالنیزونو څخه غټ دی، اوړېدی را اوړېدی هم شي او په نوو ټیکنالوژۍ به وکارول شي.

Loading...

دا هم ولولئ

پيشو ٢

د اپلیکیشن په وسیله د پیشو په غږ پوهېدل ممکن شول

د حیواناتو په ژبه د پوهېدلو هڅې له کلونو کلونو څخه رواني دي، چې دوی …