کورپاڼه / خبرونه / نور احمد: زه فکر کوم د نړۍ تر ټولو خوشبخته لوبغاړى يم
نور احمد لکڼوال

نور احمد: زه فکر کوم د نړۍ تر ټولو خوشبخته لوبغاړى يم

د افغانستان کم عمره ورو توپ اچونکى نور احمد لکڼوال، چې د بيګ باش ليګ کې د ميلبورن رينيګاډز لوبډلې اخيستى دى، وايي چې فکر کوي د نړۍ تر ټولو خوشبخته لوبغاړى دى.

نور احمد چې اوس يې عمر ١٥ کاله دى، د اي ايس پي اين کريک انفو ورسره يوه مرکه کړې ده، چې له هغه څخه يې د هغه د ژوند او کرکټ په اړه پوښتنې کړې دي.

د بيګ باش ليګ کې د اخيستو په تړاو له هغه څخه پوښتنه شوې، چې څنګه احساس کوي، نوموړي په ځواب کې ويلي، چې فکر کوي د نړۍ تر ټولو خوشبخته لوبغاړى دى.

نور احمد

هغه وايي، بيګ باش يو ښه او ستر ليګ دى، زما په عمر په دې ليګ کې لوبېدل به ډېر ګټور وي او زه به له ډېرو تجربو سره بېرته هېواد ته راستون شم. نوموړى وايي، په دې ليګ کې به څه ډېر څه زده کړم او زما د کرکټ د راتلونکي لپاره به ډېر ښه وي، زما کورنۍ ډېره زياته خوشحاله ده، چې هغوى له دې خبر شو چې زه په بيګ باش ليګ کې اخيستل شوى يم.

نور احمد وايي، چې ستر ارمان يې دا دى چې د افغانستان ملي لوبډلې لپاره ولوبېږم، غواړم په درې واړه بڼو کې د افغانستان استازولي وکړم، خو له دې سره هم مينه لرم چې د هند تجارتي ليګ کې ولوبېږم، ځکه دا هم د نړۍ يو ستر ليګ دى او د نړۍ غوره لوبغاړي پکې لوبېږي.

نور احمد لکڼوال

د يوې پوښتنې په ځواب کې نور احمد وويل، چې ويراټ کوهلي، روهيت شرما، بابر اعظم او سټيو سميت د نړۍ غوره لوبغاړي دي او زموږ په څېر ټول ځوانان غواړي چې د دوى په څېر ستر لوبغاړي جوړ شي. نوموړي وويل چې دوى ته توپ اچونه يې يو ارمان دى او هيله لري چې يو وخت به يې اوټ کړي.

د يادولو وړ ده چې د اى پي ايل د تېر کال بولۍ ته نور احمد لکڼوال هم وړاندې شوى و، خو کومې لوبډلې وانخيست، له هغه وروسته نوموړى په کارابين پريمئير ليګ کې د سينټ لوسيه لوبډلې واخيست، خو د کورونا له امله يې وېزه ونه شوه او له يادو سياليو څخه پاتې شو.

نور احمد لکڼوال

اوس نوموړى په بيګ باش ليګ کې د ميلبون رينيګاډز لوبډلې اخيستى دى، دا به لومړى ځل وي چې نوموړى په داسې يو ستر تجارتي ليګ کې ګډون وکړي. په دغه لوبډله کې محمد نبي هم لوبېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

نوين الحق او شاهد اپريدى

“درناوى وکړه، درناوى به دې وشي” نوين الحق پاکستاني شاهد اپريدي ته غاښ ماتوونکى ځواب ورکړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي نوين الحق يو ځل بيا پاکستاني لوبغاړي …