کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / کله به د متحده عربي اماراتو فضایي ماموریت مریخ ته ورسیږي؟
د متحده عربي اماراتو د مريخ مشن

کله به د متحده عربي اماراتو فضایي ماموریت مریخ ته ورسیږي؟

د عربي اماراتو مرستیال ولسمشر او لومړي وزیر شیخ محمد بن راشد المکتوم مریخ ته د فضایي ماموریت د رسېدو نیټه اعلان کړه.

د دوبۍ واکمن او د متحده عربي اماراتو لومړي وزیر شیخ محمد بن راشد المکتوم په ټولنېزه رسنۍ ټویټر کې د یو ټویټ په ذریعه په رسمي ډول مریخ ته د فضایي ماموریت د رسېدو نېټه په رسمي توګه اعلان کړه.

نوموړی لیکي، چې زموږ فضایي ماموریت به په ۱۱۱ ورځو د ۲۹۰ کیلو مترو په رفتار سره خپل وروستي منزل ته ورسېږي.

المکتوم پخپل تویټ کې زیاتوي، چې ماموریت به یې د ۲۰۲۱ کال د فبروري په ۹ نیټه په ځایي وخت ۷ بجې او ۴۲ دقیقو مریخ ته ورسېږي.

شیخ محمد بن راشد المکتوم د تویټ سره یو ځای یوه ویډیو هم پورته کړې، چې پکې یې لیکلي دي، موږ به ډېر ژر مریخ ته د لومړي عربي ماموریت تګ ولمانځو.


ویل کېږي چې د ځمکې او مریخ ترمنځ نږدې واټن ۵۴.۶ میلونه کیلومتره او لرې واټن یې ۴۰۱ کیلومتره دی.

بله خوا ویل کېږي چې مریخ وچه او یخه سیاره ده. کله چې په ۲۰۱۸ کال ایټالوي ساینسپوهانو وکولی شو چې د سپوږمکۍ د رادار په ذریعه د مریخ پر مخ د اوبو ډنډونکي پیدا کړي، نو دوی په دې لټه کې شول چې ښایي په همدې ډنډوکي کې دې ژوندۍ بکټریاوې هم وي، خو لا تر اوسه یې داسې کوم څه نه دي کشف کړي او په زړه پورې یې دا ده چې څه وخت مخکې یې د اوبو دوه نور ډنډوکي هم کشف کړل. دلته یوه پوښتنه پیدا کېدلی شي چې مریخ خو مقناطیس هم نه لري او د تودوخي منفي درجه یې هم تر سلو ښکته کېږي نو دا اوبه څنګه ویلي پاتې کېږي؟ په اړه ساینسپوهان باور لري، چې ښایي د مریخ پر سطحه لا هم ګرمه لاوا پاتې وي، خو ځینې بیا وایي چې د مریخ سطحه په زیاته اندازه مالګه لري او همدغه مالګه اوبه ځانته جذبوي.

Loading...

دا هم ولولئ

د چين خلايي ماشين

چین د خاورو او تېږو د نمونو راوړلو لپاره سپوږمۍ ته خپل روبوټیک انجن واستوو

له سپوږمۍ څخه د خاورې او تېږو د نمونې په راټولولو او ځمکې ته یې …