کورپاڼه / جالب / د نړۍ جالب واده؛ هلک د ٣٥ کلونو او ښځه د ٨٠ کلونو ده، چې واده يې وکړ
جالب واده

د نړۍ جالب واده؛ هلک د ٣٥ کلونو او ښځه د ٨٠ کلونو ده، چې واده يې وکړ

تاسې به داسې ډېر اورېدلي وي، چې يو سپين ږيري سړي له يوې کوچنۍ نجلۍ يا کم عمره نجلۍ سره واده کړى دى، ځکه زموږ په هېواد کې هم دا ډول ودونه کېږي، خو په نړۍ کې يو داسې واده هم شوى دى، چې يوې سپين سرې ښځې د خپل نيمايي عمر څخه هم د کم عمر سړي سره واده کړى.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، چې يوې ٨٠ کلنې ښځې د خپل نيمايي عمر څخه هم کم، د ٣٥ کلونو په عمر له سړي سره واده کړى دى، چې په ټولنيزو رسنيو پرې خلکو سختې نيوکې کړې دي.

د ډېلي ميل د راپور په وېنا، دا واده د مصر په قاهره ښار کې شوى دى، چېرته چې د ٣٥ کلونو محمد احمد ابراهيم د برېتانيې د سومرسيټ اوسېدونکې ٨٠ کلنې ايرس جونز سره واده کړى دى.

جالب واده ١

په راپور کې ويل شوي دي، چې دوى لومړى ځل په فېسبوک کې سره ليدلي و، چې له هغه وروسته ٨٠ کلنه ښځه په دغه مصري ځوان مينه شوه او د هغه لپاره مصر ته ورغله.

يو کال مخکې د دې مينې په اړه محمد ابراهيم يو فېسبوکي پوسټ هم کړى و، او په دې اړه يې خپل جذبات له خلکو سره شريک کړي و، چې د خلکو ترمنځ ډېر مشهور شوى و. هغه مهال د ډېلي ميل ورځپاڼې له دوى سره يوه ځانګړې مرکه هم کړې وه، خو اوس تازه خبر دا دى چې دوى رسمي واده کړى دى.

محمد ابراهيم وايي، چې ماته د تابعيت يا پېسو اړتيا نشته، زه ډېر خوشحاله يم او خپل کار کوم، زه چې څومره پېسې لرم د خداى شکر وباسم.

د تېر کال نومبر په مياشت کې په خپله مرکه کې محمد ابراهيم ويلي و، چې لومړى خو هغه پرېشانه و او پرېکړه يې نه شوه کولاى، خو کله چې يې ايرس جونز مخامخ وليده، نو پوه شو چې همدا يې رښتينې مينه ده، زه ډېر خوشبخته يم چې داسې يوه ښځه مې په ژوند کې راغلې ده.

جالب واده ٢

محمد ابراهيم مخکې د ويلډنګ کار کاوه، خو کله چې ايرس جونز قاهرې ته ورغله، نو له هغه وروسته يې خپله دنده پرېښوده او اوس د خپل درې کوټو کور کې ژوند کوي، چېرته چې ورسره د هغه پلار و مور، دوه خويندې او يو ورور هم ژوند کوي.

خو ايرس جونز بيا د ٢٢٠ زره پاونډو کور لري او هره اونۍ ورته د حکومت له لوري ٢٠٠ پاونډه د تقاعد پېسې هم ورکول کېږي. محمد ابراهيم وايي، چې هغه ته دا هېڅ توپير نه لري چې چېرته اوسېږي او ايرس څومره شتمنه ده، هغه يوازې په دې خوشحاله دى چې له ايرس سره يو ځاى ژوند کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

ګرانبيه صابون

د نړۍ تر ټولو ګرانبيه صابون، يو دانه په ٢٨٠٠ ډالر دى

تاسې به د ډېرو ګرانبيه شيانو په اړه اورېدلي وي، خو نن درته د يو …