کورپاڼه / خبرونه / ويراټ کوهلي رخصت واخيست، وايي د ماشوم زېږېدو پر مهال بايد له مېرمنې سره وي
ويراټ کوهلي او انوشکا شرما

ويراټ کوهلي رخصت واخيست، وايي د ماشوم زېږېدو پر مهال بايد له مېرمنې سره وي

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ويراټ کوهلي او د هندي فلمونو مشهوره هنرمنده انوشکا شرما چې دواړو په ٢٠١٧ کال کې واده کړى و، د راتلونکي ٢٠٢١ کال د جنورۍ په مياشت کې يې لومړى ماشوم پېدا کېږي. هغه له همدې امله رخصت اخيستى دى چې له اسټراليا څخه به نيمايي کې راستون شي، وايي چې غواړي د ماشوم د زېږېدو پر مهال له خپلې مېرمنې سره يو ځاى وي.

په هند کې د ويراټ کوهلي او انوشکا شرما جوړي ډېره مشهوره ده او د دواړو په اړه ويل کېږي، چې د يو بل لپاره جوړ شوي دي او دواړه يو بل سره ډېره مينه لري.

د ګرځبندېز پر مهال ويراټ کوهلي او انوشکا شرما په ټولنيزو رسنيو کې اعلان وکړ، چې دوى د راتلونکي ٢٠٢١ کال په جنورۍ مياشت کې خپل ماشوم ته په تمه دي.

ويراټ کوهلي او انوشکا شرما ٣

د هند کرکټ ملي لوبډله چې اسټراليا ته د اسټراليا سره د لوبېدو لپاره هلته ځي، ويراټ کوهلي په دې خاص ورځ د هند کرکټ بورډ څخه غوښتي دي، چې هغه ته دې رخصت ورکړي، تر څو له خپلې مېرمنې سره په هند کې پاتې شي.

تازه خبر دا دى، چې د هند کرکټ بورډ د هغه د رخصت غوښتنه منلې ده او هغه ته يې ويلي دي، چې د لومړي ټېسټ لوبې ترسره کولو وروسته دې بېرته هند ته راستون شي.

انوشکا شرما او ويراټ کوهلي

د هند کرکټ بورډ له لوري په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې ويراټ کوهلي د هند کرکټ بورډ څخه د رخصتۍ غوښتنه کړې وه، چې دوى يې د رخصتۍ غوښتنه منلې ده او په اډلايډ کې د لومړي ټېسټ ترسره کولو وروسته به هغه بېرته هند ته راستون شي.

دوى په خبرپاڼه کې همدا راز دا هم ويلي دي، چې دوى د ويراټ کوهلي او انوشکا شرما له لوري دغه ستر زېري ته په تمه دي.

د هند کرکټ بورډ همدا راز روهيت شرما هم په لوبډله کې شامل کړى دى، هغه په پيل کې په سکواډ کې نه و اخيستل شوى، ځکه چې ټپي و.

ويراټ کوهلي او انوشکا شرما

د يادولو وړ ده چې د هند او اسټراليا ترمنځ د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ د نومبر په ٢٧مه نېټه پيلېږي، همدا راز د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ به د دسمبر په ٤مه نېټه ترسره شي او د ټېسټ لوبو لړۍ به د دسمبر په ١٧مه نېټه پيل شي، چې د لومړۍ ټېسټ لوبې ترسره کولو وروسته به ويراټ کوهلي بېرته هند ته راستون شي.

Loading...

دا هم ولولئ

بابر اعظم

پر بابر اعظم تورونه لګوونکې ښځه محکمې ته لاړه

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر بابر اعظم باندې چې کومې ښځې تورونه لګولي دي، …