کورپاڼه / تجارتي ليګونه / راشد خان په ټي ٢٠ بلاسټ سياليو کې سسيکس لوبډلې واخيست
راشد خان

راشد خان په ټي ٢٠ بلاسټ سياليو کې سسيکس لوبډلې واخيست

د انګلستان په کاونټي سياليو (ټي ٢٠ بلاسټ) کې د سسيکس لوبډلې د راتلونکي پړاو لپاره د نړۍ د شل اوريزو لوبو غوره توپ اچونکى راشد خان يو ځل بيا له ځان سره وساته او نوى تړون يې ورسره وکړ.

راشد خان په ٢٠١٨ او ٢٠١٩ کال پړاو کې د سسيکس لوبډلې لپاره لوبېدلى و، خو په ٢٠٢٠ کال کې بيا د کورونا له امله په يادو سياليو کې ونه لوبېده.

راشد خان په دې وروستيو کې په شل اوريزو لوبو کې د ٣٠٠ ويکټو ترلاسه کولو هدف هم پوره کړ، نوموړى د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) کې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېده، چې په ١٦ لوبو کې يې ٢٠ ويکټې ترلاسه کړې او تر ټولو غوره اقتصادي توپ اچونه يې هم ترسره کړه.

نوموړى وايي: ((زه ډېر زياته خوشحاله يم چې په ٢٠٢١ کال کې به د ټي ٢٠ بلاسټ سياليو کې يو ځل بيا د سسيکس لوبډلې لپاره ولوبېږم.))

راشد خان همدا راز وايي: ((هغه مهال چې په لومړي ځل زه په ٢٠١٨ کال کې په دغه سياليو کې ولوبېدم، دغه ځاى راته د خپل کور په څېر ښکاره کېږي.))

د سسيکس لوبډلې روزونکى جېمز کيرټلي چې تازه د يادې لوبډلې روزونکى ټاکل شوى دى، وايي، چې د راتلونکي پړاو لپاره د راشد خان په خپله لوبډله کې شاملول ډېره ښه پرېکړه ده. راشد خان د نړۍ د هرې لوبډلې په ليسټ کې شامل وي او راتلونکي کال کې به نوموړى يو ځل بيا د سسيکس لپاره ولوبېږي.

د يادولو وړ ده چې راشد خان په بيګ باش سياليو کې د اډلايډ سټرايکر او په دي هنډريډ کرکټ کې د ټرينټ راکيټس لوبډلې لپاره ولوبېږي، دواړو لوبډلو د راتلونکي پړاو لپاره له راشد خان سره تړون کړى دى.

راشد خان په اى پي ايل کې د سنرايزرز حېدراباد لپاره ولوبېده، چې د حېدراباد لپاره يو تر ټولو مهم توپ اچونکى و، هغه د حېدراباد لپاره تر ټولو زياتې ٢٠ ويکټې واخيستې او تر ټولو ښه اقتصادي توپ اچونه يې هم ترسره کړه.

د يادولو وړ ده چې راشد خان د نړۍ په سترو تجارتي ليګونو کې لوبېږي او نه يوازې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مهم لوبغاړى دى، بلکې د تجارتي ليګونو لوبډلې هم هڅې کوي چې هغه په خپله لوبډله کې شامل کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

شاهد اپريدى او نوين الحق

د نوين الحق له محمد عامر او شاهد اپريدي سره شخړه، څه يې وويل؟

پرون په لنکا پريمئير ليګ کې د افغانستان چټک توپ اچونکي نوين الحق له دوه …