کورپاڼه / روغتيا / مرخیړي د ډیپریشن/ژور خپګان په درملنه کې ۴۰۰ سلنه اغېزناک دي
مرخيړي

مرخیړي د ډیپریشن/ژور خپګان په درملنه کې ۴۰۰ سلنه اغېزناک دي

جادویي مرخیړي نومې دا مرخیړي د  psilocybin په نوم یو مرکب لري، چې د ډیپریشن په درملنه کې اغېزمن تمامېږي.

روغتیایي کارپوهان وايي چې د سخت ډیپریشن په درملنه کې د psilocybin په نوم مرکب د نورو درملو په پرتله ۴۰۰ سلنه ډېر اغېزمن تمامېږي، چې دا مرکب په جادویي یا psilocybin مرخیړیو کې، چې د مرخیړیو یو ډول دی موندل کېږي.

که څه هم psilocybin له نشه یي توګه څخه ګڼل کېږي، خو په اوسنیو څو کلونو کې د ډیپریشن د کمولو لپاره اغېزمن ثابت شوي او پرېکړه شوې چې دا به په منظم ډول د سخت ډیپریشن د درملنې لپاره کاروي.

یاده دې وي چې یو داسې سخت ډیپریشن چې په دوه ډوله انټي ډیپریشن درملو هم له منځه لاړ نشي، دې ډول ته یې په طبي اصطلاح MDD یا Major depressive disorder ډیپریشن وایې. په دې ډول ډیپریشن کې ناروغ خورا ستړی کېږي، حتی د ځان وژنې تکراري هڅې هم کوي او تر دې حده هم رسېږي چې په عادي درملو یې درملنه امکان نه لري.

دا څېړنې د Johns Hopkins School of Medicine په ښوونځي ددې لپاره ترسره شوي، ترڅو په MDD ناروغانو د psilocybin اغیز وګوري، چې لومړی پړاو یې بریالی و او له له هغې وروسته یې د FDA لخوا  طبي آزمایښتونو په ۲۷ هغه کسانو چې د MDD نښې یې درلودې، پیل شول.

دوی ته یې د دوو اوونیو په توپیر سره یوازې دوه ځلې psilocybin ورکړل او هم یې د ډیپریشن د کمولو لپاره مشورې ورکولې.

له څلورو نورو اوونیو وروسته دوی بیا وکتل شول، چې ۲۴ یې څېړنه بشپړه کړې او پاتې ۳ یې له څېړنې وتلي ول. نو په دې ۲۴ کسانو کې د ۱۷ کسانو د MDD نښې پنځوس فیصده کمې شوې وې او ښه احساس یې درلود.

پورتنۍ څېړنې او پایلې یې  په JAMA Psychiatry طبي ژورنال کې خپرې شوې، چې ډېره هیله مندي یې پیدا کړې ده.

په psilocybin سره د ډیپریشن د درملنې لپاره دریم پړاو ته چمتوالی روان دی، هیله شته چې دا پړاو به د قانوني کېدو وروسته په راتلوونکي کال کې پیل شي.

که چیرې دا درمل په ازموینو کې اغیزناک ثابت شي، نو تر ۲۰۲۴ کاله پورې به په مارکیټونو کې ترلاسه کړای شي.

Loading...

دا هم ولولئ

هډوکي

که غوښه ونه خورئ، هډوکي به مو مات کړئ

که چېرته تاسې د غوښې خوړل په بشپړ ډول بند کړئ او يوازې سبزي خواره …