کورپاڼه / خبرونه / د ښځينه ټي ٢٠ چېلنج سياليو اتلولي ټرايل بلېزر وګټله
ښځينه ټي ٢٠ چېلنج سيالۍ

د ښځينه ټي ٢٠ چېلنج سياليو اتلولي ټرايل بلېزر وګټله

د ښځينه ټي ٢٠ چېلنج سياليو په پايلوبه کې د ټرايل بلېزر لوبډلې د ١٦ منډو په توپير د سوپر نواس لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.

د ښځينه ټي ٢٠ چېلنج سياليو پايلوبه پرون د ټرايل بلېزر او سوپر نواس لوبډلو ترمنځ په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

په پيل کې د لوبې پچه سوپر نواس لوبډلې وګټله او ټرايل بلېزر ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

ټرايل بلېزر په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١١٨ منډې وکړې، چې له ډلې يې لوبډلمشرې سمرتي مندانا په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې د ٣ شپږيزو او ٥ څلوريزو په مټ يې په ٤٩ توپونو ٦٨ منډې ترلاسه کړې. همدا راز دياندرا دوتين ٢٠ او ريچا ګهوش ١٠ منډې وکړې.

د سوپر نواس له لوري رادها يادو په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې په ٤ اورونو کې يې ١٦ منډې ورکړې او ٥ لوبغاړې يې وسوځولې. همدا راز پونم يادو او ششي کلا سري وردنى ١-١ ويکټ واخيستې.

د ١١٩ منډو هدف په تعقيب کې د سوپر نواس لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٠٢ منډې وکړې او د ١٦ منډو په توپير يې په پايلوبه کې ماتې وخوړه.

د دوى له لوري لوبډلمشرې هرمن پريت کور ٣٠، ششي کلا سري وردنى ١٩، تانيا بهاټيه ١٤ او جميمه روډريګوس ١٣ منډې وکړې.

د ټرايل بلېزر له لوري سلما خاتون ٣، ديپتي شرما ٢ او سوفي ايکليسټون ١ ويکټ واخيسته.

د لوبې د غوره لوبغاړې جايزه سمرتي مندانا ته ورکړل شوه او د سياليو د غوره لوبغاړې جايزه سمرتي مندانا ترلاسه کړه.

د يادولو وړ ده چې د هند کرکټ بورډ له لوري هر کال د ښځينه ټي ٢٠ چېلنج سيالۍ هم هر کال د اى پي ايل پر مهال ترسره کېږي. په دې سياليو کې درې لوبډلو برخه درلوده، چې د هند د ښځينه لوبغاړو په ګډون د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو ښځينه لوبغاړو پکې ګډون کړى و. د ليګ لوبو درې سيالۍ ترسره شوې او دوه غوره لوبډلو پايلوبې ته لار پېدا کړه، چې ټرايل بلېزر پايلوبه وګټله.

دا هم ولولئ

محمد رضوان

پاکستاني لوبغاړو کې يوازې محمد رضوان روژه نيولې وه؟

تېره ورځ پاکستان د سويلي افريقا پر وړاندې دريمه نړيواله شل اوريزه لوبه ترسره کړه، …