کورپاڼه / خپلواک / سريلانکايي ځوانانو پاکستانۍ مخکښه لوبډله په خپل کور کې وډبوله
سريلانکا

سريلانکايي ځوانانو پاکستانۍ مخکښه لوبډله په خپل کور کې وډبوله

خپلواک وېبپاڼه (٩ اکتوبر ٢٠١٩): پاکستان تر ډېرو هڅو او کوششونو او د ډېرو پېسو مصرفولو وروسته د سريلانکا لوبډله دې ته راضي کړه چې پاکستان ته د نړيوالو لوبو لپاره راشي، سريلانکايي لوبډله پاکستان ته راغله، خو هېڅ تجربه کاره لوبغاړي پاکستان ته د تګ لپاره زړه ښه نه کړ نو سريلانکا د نوو ځوانانو لوبډله پاکستان ته ولېږله.

خو د سريلانکا نوو ځوانانو د پاکستان مخکښه او د شل اوريزو لوبو لومړى مقام درلودونکې لوبډله په خپل کور کې په درې شل اوريزو لوبو کې وايټ واش ماته ورکړه او د لوبلړۍ په درې واړه لوبو کې يې په اسانۍ سره بريا خپله کړه.

د سريلانکا او پاکستان ترمنځ دريمه شل اوريزه نړيواله لوبه د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره شوه، چې په پيل کې پچه سريلانکا وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

سريلانکا په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٧ منډې وکړې، چې له ډلې يې اوشاډا فرنانډو تر ټولو زياتې ٧٨ ناسوځېدلې منډې وکړې او په لومړي ځل يې پنځوسيزه ووهله.

د پاکستان له لوري محمد عامر ٣ ويکټې ترلاسه کړې.

د ١٤٨ منډو د هدف په تعقيب کې د پاکستان لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې ١٣٤ منډې وکړې او ٦ ويکټې يې له لاسه ورکړې. د پاکستان د پيل توپوهونکى فخر زمان په لومړي توپ وسوځېده، خو بيا بابر اعظم او حارث سهېل د ٧٦ منډو ملګرتيا وکړه، خو تر هغه وروسته بيا يو په بل پسې سوځېدل او هدف ته رسېدل ورته ګران شو. د پاکستان له لوري تر ټولو زياتې ٥٢ منډې حارث سهېل وکړې.سريلاکا او پاکستان

د سريلانکا هسارنګه ډي سلوا ٣ او لاهيرو کماره ٢ لوبغاړي وسوځول.

سريلانکا په دريمه شل اوريزه سيالۍ کې هم پاکستان مات کړ او د درې شل اوريزو لوبلړۍ کې يې پاکستان ته وايټ واش ماته ورکړه، ځکه لومړۍ او دويمه شل اوريزه لوبه کې هم سريلانکا بريا خپله کړې وه.

د پاکستان د ملي کرکټ لوبډلې مشر روزونکي او د غوراوي کمېټې مشر مصباح الحق د سريلانکا د نوو ځوانانو له لورې زموږ لوبډلې ته داسې ماته ورکول، په داسې حال کې چې په شل اوريزو لوبو کې موږ تر ټولو مخکښ يو، زموږ لپاره له شرمه ډکه خبره ده. هغه زياته کړه چې پاکستاني لوبغاړي په ټولو برخو کې ناکامه و او دا به د دې لامل وي چې موږ بايد په خپله لوبډله يو ځل بيا فکر وکړو.

د يادولو ده چې د سريلانکا په لوبډله کې د سريلانکا مخکښ او تجربه کاره لوبغاړي نه و، بلکې ټول نوي هلکان و، خو بلخوا د پاکستان تجربه کاره او مخکښه لوبډله وه، خو سريلانکايي ځوانانو د پاکستان لوبډله په خپل کور کې په نره ماته کړه او د پاکستانۍ لوبډلې وړتيا يې ټولې نړۍ ته څرګنده کړه.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …