کورپاڼه / هنر او کلتور / خلک څه غواړي او امرالله صالح څه کوي؟ د باميانو بوتان او د نوي ښار پارک سينما څه فرق لري؟
پارک سينما، امرالله صالح او د باميانو بتان

خلک څه غواړي او امرالله صالح څه کوي؟ د باميانو بوتان او د نوي ښار پارک سينما څه فرق لري؟

په کابل کې د نوي ښار د پارک سينما حکومت په دې دليل ورانوي، چې په دې ځاى کې نشيان راغونډېږي، يعنې دلته تر هر څه اسانه کار د يو څه ورانول دي، په ځاى د دې چې د نشيانو مخه ونيول شي، د هغه پر ځاى حکومت ٦٥ کلنه پخوانۍ او تاريخي سينما ورانوي.

له دې کار څخه د حکومت بې پلاني او د دوى ضعف په واضحه ډول څرګندېږي. که چېرته همداسې وي نو د پل سوخته لاندې هم سلګونه نشيان پراته دي، بيا دې نو د حکومت پل سوخته هم وران کړي.

که چېرته همدا روږدي کسان د عيدګاه جومات ته لار پېدا کړي او هلته لاړ شي، نو ايا د دې خلکو مخنيوى به کېږي او که نه د عيدګاه جومات به ورته ورانول کېږي؟

خو که چېرته حکومت دا توان لري چې د عيدګاه جومات سره د دې خلکو مخنيوى وکړي، نو بيا ولې د پارک سينما کې د دې خلکو مخنيوى نه شي کولى؟

په طالبانو ډېر خلک دا نيوکې کوي چې ولې يې د باميانو بوتان وران کړل، ځکه چې د باميانو بوتانو تاريخي ارزښت درلود، همداسې د پارک سينما هم تاريخي ارزښت لري.

که څه هم د افغان فلم مشرې صحرا کريمي د هنر په برخه کې تراوسه پورې خپل مسووليت په سمه توګه نه دى ترسره کړى، خو کله چې دا سينما ورانېدله، نو هغې پکې پرلت وکړ او په چيغو چيغو يې وژړل، چې دا تاريخي ځاى او تاريخي ارزښت مه ورانوئ، خو د هغې په وېنا، چې هغه د امرالله صالح په امر له سينما په زور وويستل شوه.

يو لوري ته که ولسمشر غني د تاريخي ځايونو د ساتلو او بيا رغولو لپاره ميليونونه افغانۍ بوديجه ورکوي، چې دا تاريخي ځايونه او څلي دې ورغول شي، خو بل لوري ته د کابل په زړه کې او د ارګ په ٥ کلوميترۍ کې يوه تاريخي سينما ورانوي.

ډېر خلک نيوکې کوي، چې دا سينما خو هسې هم فعاله نه وه، ښه ده چې ورانه شوه، يا دا چې دا خلک د فلمونو ليدو ته نه ورځي، نو په سينما څه کوي.

که دا سينما نن فعاله هم نه وه، خو د حکومت کمزوري او په حکومت کې د فساد له امله په دې حال وه، ځکه چې دلته کار اهل کار ته نه دى سپارل شوى.

که نن دا سينما فعاله نه وه، خو يوه تاريخي وداني وه او حکومت په ځاى د دې چې دا سينما يې ورانه کړه، بلکې بايد دا يې اباده کړې واى. دلته بايد حکومت د دې لپاره کار کړى واى، چې په دې سينما کې يې داسې فلمونه نندارې ته وړاندې کړي واى، چې خلک يې د هېواد سره مينې ته هڅولي واى.

که چېرته حکومت په ځان کې دا توان نه درلود، چې خپل فلمونه دې جوړ کړي، نو د نړۍ مشهور فلمونه يې بايد دوبله کړي واى، چې ښه پېغامونه يې لرلاى او خلکو ته يې مثبته روحيه ورکولاى.

ليکوال : بېدار افغان

Loading...

دا هم ولولئ

پريټي زنټا: نن له خپل ژوند پوره خوند واخلئ، د سبا معلومات نشته

د هندي سينما مشهوره هنرمنده د خپل يو مشهور فلم (کل هو نه هو) د …