کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / اى پي ايل پايلوبه: ډيلي به لومړۍ اتلولي او که ممبۍ به پنځم ځل اتلولي خپله کړي؟
شرياس اير او روهيت شرما

اى پي ايل پايلوبه: ډيلي به لومړۍ اتلولي او که ممبۍ به پنځم ځل اتلولي خپله کړي؟

د هند تجارتي ليګ يا اى اى پي ايل پايلوبه نن د ممبۍ انډينز او ډيلي کاپيټلز لوبډلو ترمنځ په دوبۍ نړيوال کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

دا لوبه د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې پيلېږي.

د ډيلي کاپيټلز لوبډله د اى پي ايل په تاريخ کې په لومړي ځل پايلوبې ته رارسېدلې ده او ممبۍ انډينز بيا دفاعي اتله ده، خو نن به وکتل شي چې څوک اتلولي خپلوي؟

د ډيلي کاپيټلز ته ډېر خلک له دې امله هيله من دي چې د اى پي ايل اتلولي خپله کړي، ځکه تراوسه پورې يې لومړى ځل دى چې پايلوبې ته رارسېدلې ده او د ځوانانو لوبډله ده.

خو بل لوري ته ممبۍ انډينز ٤ ځلې د اى پي ايل اتلولي خپله کړې ده او د تېر کال دفاعي لوبډله ده، چې سږکال يې هم د اتلولۍ خپلولو چانس ډېر دى.

ممبۍ انډينز په ٢٠١٣، ٢٠١٥، ٢٠١٧ او ٢٠١٩ کال کې د اى پي ايل اتلولي خپله کړې ده او سږکال هم تر ټولو غوره لوبډله ده، په ليګ پړاو کې هم تر ټولو مخکښه لوبډله وه.

ممبۍ انډينز او ډيلي کاپيټلز په روان ليګ کې درې ځل مخ شوې، دوه ځل په ليګ سياليو کې او دريم ځل په لومړي کواليفاير کې سره مخ شوې، خو په درې واړه لوبو کې د ممبۍ انډينز لوبډلې بريا خپله کړه او له دې امله هم تر ډېره چانس دا دى چې د څلورم ځل لپاره به هم ممبۍ انډينز د ډيلي کاپيټلز لوبډلې ته ماتې ورکړي.

د دواړو لوبډلو احتمالي نوملړونه:

ممبۍ انډينز: روهيت شرما (لوبډلمشر)، کوانټين ډي کوک (ويکټ ساتونکى)، سوريا کمار يادو، ايشان کشن، هارديک پانډيا، کيرون پولارډ، کرونال پانډيا، ناتن کولټر نيل، راهول چاهار، ټرينټ بولټ\جېمز پيټنسن او جسپريت بومرا.

ډيلي کاپيټلز: شيکر دهون، مارکس سټوينيس، اجينکى ريهانى، شرياس اير (لوبډلمشر)، شيمرون هيټماير، ريشب پانټ (ويکټ ساتونکى)، اکشر پټيل، پراوين ډوبى\هرشل پټيل، کاګيسو رباډا، روي چندرن اشوين او انريک نورجه.

Loading...

دا هم ولولئ

ممبۍ انډينز او ډيلي کاپيټلز

اى پي ايل: د ډيلي او ممبۍ او بېنګلور او حېدراباد ترمنځ مهمې لوبې ترسره کېږي

نن د اى پي ايل سياليو په لړ کې دوه لوبې ترسره کېږي، چې لومړۍ …