کورپاڼه / جالب / یوې ښځې د غاښونو د پاکولو پرمهال برش تېر کړ
د غاښونو بورس ١

یوې ښځې د غاښونو د پاکولو پرمهال برش تېر کړ

د سعودي عربستان څخه په حیرانوونکو راپورونو کې راغلي، چې یوې ښځې د غاښونو د پاکولو پرمهال برش تېر کړی او ډاکترانو یې بریالي عملیات ترسره کړي دي.

د نړیوالو راپورونو له مخې ویل کېږي، دې شل کلنې عربې مېرمنې خپل غاښونه پاکول، چې ناڅاپه یې برش په ستوني کې ونښته.

نوموړې مېرمن وایي، کله یې چې برش په ستوني کې ونښتو، ډېر کوښښ یې وکړو، چې  را و یې باسي، خو برش یې له ستونې تېر شو او له هغې وروسته د مکې النور روغتون ته یو وړل شوه.

النور روغتون ته له رسېدو وروسته د ډاکتران یوې ډلې د مېرمنې ایکس ری او سي ټي سکین له کولو وروسته سمدستې د عملیاتو پرېکړه وکړه. ډاکتران وایي، چې د ښځې له خیټې یې په شلو دقیقو کې برش راوایسته او اوس ورته کوم خطر متوجې نه دي.

د غاښونو بورس

بله خوا په زړه پورې راپور دادی، چې اتوماتو کامرو ددې پرځای چې د فوټبال توپ عکاسي کړي، د ګنجي امپایر له سر یې عکاسي کړې ده.

دا په زړه پورې پېښه په ۲۴ د اکتوبر د The Scottish Championship په سیالو کې د کیلیډونین او ایر یونایټیډ تیمونو ترمنځ د لوبې پرمهال هغه وخت ترسره شوه، چې اتومات کامرو ددې پرځای چې د فوټبال توپ را واخلي، د میدان په خالي برخه کې د ګنجي امپایر سر را اخیستو او په ورته وخت کې د کومې لوبډلې له خوا ګول هم ترسره شو.

یاده دې وي، چې دا سیالۍ د کرونا د ویروس د خپرېدو په ژوندۍ بڼه، د اتومات کامرو په ذریعه، چې له یو امریکایي شرکت سره یې قرارداد کړي، خپرېږي.

ددې جالبې واقعې له پېښېدو وروسته نوموړي امریکایي شرکت د ډېرې شرمندګۍ احساس کړی او ویل یې دي، چې د دوی په سیستم کوم هیکر حمله کړې. دغه راز شرکت به د The Scottish Championship ادارې ته جرمانه هم ورکړي.

Loading...

دا هم ولولئ

نجلۍ او بوډۍ ښځه

له ځوان سره دوکه، ٢٠ کلنه نجلۍ يې ورته ښکاره کړې او ٦٠ کلنه بوډۍ يې ورته واده کړې

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ځينې وخت په ودونو کې داسې جالبې او په …