کورپاڼه / تجارتي ليګونه / بيګ باش سياليو کې د کوم لوبغاړي لوبېدو ته ډېر ليواله يئ؟
نور احمد لکڼوال، مجيب الرحمان، محمد نبي او راشد خان

بيګ باش سياليو کې د کوم لوبغاړي لوبېدو ته ډېر ليواله يئ؟

د اسټراليا ستر تجارتي ليګ بيګ باش ليګ راتلونکى پړاو د ٢٠٢٠ کال دسمبر په ١٠مه نېټه پيلېږي، چې د ٢٠٢١ کال د فبرورۍ تر ٦مې نېټې پورې به دوام وکړي، چې اوس ورته ټولې لوبډلې لوبغاړي اخلي.

د راتلونکي پړاو سياليو لپاره راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان د تېر په څېر خپلو لوبډلو له ځان سره ساتلي او تازه تړونونه يې ورسره کړي دي، خو ١٥ کلن افغان لوبغاړى نور احمد لکڼوال په لومړي ځل په دې سياليو کې لوبېږي، چې د ميلبورن رينيګاډز لوبډلې اخيستى دى.

راشد خان

راشد خان

راشد خان چې د ٢٠١٧ کال راهيسې په بيګ باش سياليو کې د اډلايډ سټرايکرز لوبډلې لپاره لوبېږي، نوموړى د يادې لوبډلې يو مهم توپ اچونکى دى، چې څو څو ځله يې په توپوهنه کې هم خپل کمال ښکاره کړى دى.

راشد خان چې سږکال به هم د اډلايډ سټرايکر لپاره ولوبېږي، په بيګ باش کې يې تراوسه پورې ٤٠ لوبې ترسره کړې دي، چې ٥٦ ويکټې يې ترلاسه کړې دي. هغه په يوه لوبه کې د ٢٢ منډو په بدل کې ٤ لوبغاړي هم سوځولي دي. د هغه اقتصادي توپ اچونه ٦.٣٧ ده.

نوموړى چې تازه په اى پي ايل کې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لپاره ولوبېده، چې په ١٦ لوبو کې يې ٢٠ ويکټې واخيستې او د روان ليګ تر ټولو اقتصادي توپ اچونه يې هم ترسره کړه.

محمد نبي

محمد نبي

د افغانستان تجربه کاره لوبغاړى محمد نبي له ٢٠١٧ کال راهيسې په بيګ باش سياليو کې د ميلبورن رينيګاډز لوبډلې لپاره لوبېږي. نوموړي د توپ اچونې تر څنګ په توپوهنه کې هم خپل کمال ښکاره کړى دى.

هغه چې سږکال هم د ميلبورن رينيګاډز لوبډلې لپاره به ولوبېږي، تراوسه پورې يې په ياد ليګ کې ٢٧ سيالۍ ترسره کړي دي، چې ٢١ لوبغاړي يې سوځولي دي او همدا راز ٤٦٧ منډې يې هم ترلاسه کړې دي.

هغه په يوه لوبه کې د ٢٥ منډو په بدل کې څلور لوبغاړي هم سوځولي دي او همدا راز په يوه لوبه کې يې زياتې منډې ٦٣ دي. نوموړى چې په اى پي ايل کې د حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېده، يوازې يوه لوبه کې د لوبېدو چانس ورکړل شو.

مجيب الرحمان

د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکى مجيب الرحمان له ٢٠١٨ کال راهيسې د بريسبين هيټ لوبډلې سره لوبېږي، چې سږکال يو ځل بيا ورسره يادې لوبډلې د لوبېدو تړون کړى دى.

نوموړي تراوسه پورې په بيګ باش ليګ کې ١٨ لوبې ترسره کړې دي او ١٥ لوبغاړي يې سوځولي دي. د هغه غوره توپ اچونه د ١٦ منډو په بدل کې د ٣ لوبغاړو سوځول دي. همدا راز د توپ اچونې اکانومي يې ٦.٠٩ ده.

نور احمد لکڼوال

نور احمد لکڼوال

د افغانستان ١٥ کلن توپ اچونکى نور احمد لکڼوال چې تراوسه پورې يې د ملي لوبډلې لپاره کومه لوبه نه ده ترسره کړې، خو هغه په بيګ باش سياليو کې د ميلبورن رينيګاډز لوبډلې اخيستى دى.

هغه که څه هم نړيواله لوبه کې ګډون نه دى کړى، خو د افغانستان ١٩ کلنو، شپږيزه او نورو کورنيو سياليو کې ډېر ځلېدلى دى لوبغاړى دى او همدا لامل شو چې په بيګ باش کې د ميلبورن رينيګاډز لوبډلې ورسره تړون وکړ.

نوموړى سږکال په کارابين پريمئير ليګ کې هم اخيستل شوى و، خو د کورونا له امله يې وېزه ترلاسه نه کړاى شوه او له يادو سياليو څخه پاتې شو.

سږکال به وکتل شي چې نور احمد لکڼوال په بيګ باش سياليو کې کوم کمال ښکاره کوي.

د يادولو وړ ده چې په بيګ باش سياليو کې قېس احمد او ظاهر خان هم لوبېدلي دي، خو سږکال تراوسه پورې دوى کومې لوبډلې نه دي اخيستي. داسې هيله شته چې ښايي ځينې نور افغان لوبغاړي هم بېلا بېلې لوبډلې واخلي.

تاسې سږکال د کوم لوبغاړي لوبېدو ته ډېر ليواله يئ؟

Loading...

دا هم ولولئ

شاهد اپريدى او نوين الحق

د نوين الحق له محمد عامر او شاهد اپريدي سره شخړه، څه يې وويل؟

پرون په لنکا پريمئير ليګ کې د افغانستان چټک توپ اچونکي نوين الحق له دوه …