د اسټراليا کرکټ بورډ د اسټراليا او هند سياليو لپاره د ټکټونو د پلورلو اعلان وکړ، له کورونا وروسته به دا لومړى ځل وي چې د نړيوالو لوبو لپاره به خلک مېدان ته د لوبو ليدو ته ورشي.
د راپورونو په وېنا، د دسمبر په ٢٦مه نېټه پيليدونکي ټېسټ لوبې لپاره به ٢٥ زره مينه وال د ميلبورن مېدان ته لاړ شي، د دومره مينه والو اجازه د حکومت له لوري اخيستل شوې ده.
همدا راز سډني کرکټ لوبغالي ته به ٢٣ زره مينه والو ته د ورتګ اجازه ورکړل شي، د برسبين لوبغالي کې به ٣٠ زره او د ايډيليډ اوول لوبغالي کې ٢٧ زره تماشچيان پرېښودل شي.
په دې راپور کې د ټېسټ لوبو په اړه يادونه شوې ده، خو تر هغې مخکې د هند او اسټراليا ترمنځ د درې نړيوالو يو ورځنيو او درې نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ هم ترسره کېږي، چې د هغې په اړه څه نه دي ويل شوي.
د هند او اسټراليا ترمنځ د يو ورځنيو او شل اوريزو لوبو ختمېدو وروسته به د دسمبر په ١٧مه نېټه د ټېسټ لوبو لړۍ پيل شي.
د يادولو وړ ده چې د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ويراټ کوهلي په د اسټراليا پر وړاندې د لومړۍ ټېسټ لوبې ترسره کولو وروسته بېرته هند ته راستون شي، د جنورۍ په مياشت کې د هغه ماشوم زېږېدونکى دى او هغه غواړي چې په دې وخت کې له خپلې ښځې انوشکا شرما سره يو ځاى وي.
د روهيت شرما نوم هم د هند په سکواډ کې شامل شوى دى، په پيل کې چې کله سکواډ اعلان شو، نو د هغه نوم پکې نه و، خو وروسته نوموړى هم ورزيات شو او د ويراټ کوهلي بېرته هند ته د راستنېدو وروسته به په پاتې درې ټېسټ لوبو کې لوبډلمشري د روهيت شرما په غاړه وي.