کورپاڼه / د لوبو راپورونه / پاکستان د شل اوريزو لوبو په لړۍ کې زمبابوې ته وايټ واش ماتې ورکړه
زمبابوې او پاکستان

پاکستان د شل اوريزو لوبو په لړۍ کې زمبابوې ته وايټ واش ماتې ورکړه

پاکستان د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ وروستۍ لوبه هم وګټله او د درې واړه لوبو په ګټلو سره يې زمبابوې ته په لړۍ کې وايټ واش ماتې ورکړه.

د پاکستان او زمبابوې ترمنځ د درې نړيوالو شل اوريزو لوبو دريمه يا وروستۍ لوبه د پاکستان په پېنډۍ کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې په پيل کې زمبابوې پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

زمبابوې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٢٩ منډې وکړې، چې له ډلې يې لوبډلمشر چمو چيبابا ٣١، ډونالډ ټريپانو ٢٨، ميلټن شومبا ١١ او ويلنګټن مسکدزا ١١ منډې وکړې.

د پاکستان له لوري عثمان قادر بيا په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه، نوموړي په ٤ اورونو کې ١٣ منډې وکړې او ٤ لوبغاړي يې وسوځول، عماد وسيم بيا ٢ او حارث روف او محمد حسنين ١-١ ويکټ واخيستې.

پاکستان او زمبابوې

د ١٣٠ منډو هدف د پاکستان لوبډلې په ١٥.٢ اورونو کې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٨ ويکټو په ستر توپير يې له زمبابوې څخه لوبه وګټله.

د دوى له لوري عبدالله شفيق ٤١ ناسوځېدلې، خوشدل شاه ٣٦ ناسوځېدلې، حيدر علي ٢٧ او فخر زمان ٢١ منډې ترلاسه کړې. همدا راز د زمبابوې له لوري ميلټون شومبا او ويلنګټن مسکدزا ١-١ ويکټ واخيستې.

د نننۍ لوبې د غوره لوبغاړي او همدا راز د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جايزه عثمان قادر ته ورکړل شوه.

له دې سره پاکستان ته د زمبابوې سفر هم پاى ته ورسېد. د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړى د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ ترسره شوه چې پاکستان دغه لړۍ د ٢-١ سره وګټله او وروسته يې د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ په ٣-٠ سره وګټله چې زمبابوې ته يې وايټ واش ماتې ورکړه.

د يادولو وړ ده چې د پاکستان له لوري عبدالله شفيق او د زمبابوې له لوري ميلټون شومبا او فراز اکرم نن خپله لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه ترسره کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

لنکا پریمئیر لیګ: د شاهد اپريدي لوبډلې لومړۍ ماته وخوړه

د جافنا سټالونز لوبډلې لپاره اویشکا فرنانډو په زړه پورې او چټکه توپوهنه ترسره کړه …