کورپاڼه / خبرونه / افتاب عالم: د شهيد نجيب ترکي زوى ته به د هغه مينه موږ ورکوو

افتاب عالم: د شهيد نجيب ترکي زوى ته به د هغه مينه موږ ورکوو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي افتاب عالم د ملي لوبډلې د شهيد لوبغاړي نجيب ترکي مشر زوى سره اخيستل شوي عکسونه په ټولنيزو رسنيو کې خپاره کړي دي.

شهيد نجيب ترکى چې څه وخت وړاندې په جلال اباد کې په يوه ټرافيکي پېښه کې ژوبل شوى و، د څو ورځو لپاره په روغتون کې بستر و او بيا يې خپل روح حق ته وسپاره.

د شهيد نجيب ترکي په مړينه نه ټول هېوادوال ډېر خپه و او د کرکټ د نړۍ سترو لوبغاړو هم د هغه په مړينه غمرازي ښکاره کړه.

افتاب عالم او ياسر ١

تازه د ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي افتاب عالم د شهيد نجيب ترکي له مشر زوى ياسر جان سره دوه عکسونه په ټولنيزو رسنيو کې خپاره کړي دي.

دا عکسونه چې افتاب عالم په خپله رسمي فېسبوکپاڼه کې خپاره کړي دي، ورسره يې ليکلي دي: ((د شهيد نجيب الله ترکي مشر زوى ياسر جان سره.))

هغه همدا راز مخکې ليکي: ((د نجيب الله مينه به انشاء الله موږ ورکوو ياسر جان ته.))

افتاب عالم پوسټ

د افتاب عالم دا عکسونه چې يو ساعت مخکې يې په فېسبوکپاڼه کې خپاره کړي دي، تراوسه پورې پرې څه کم ٤ زره کسانو ري ايکشن يا غبرګون ښکاره کړى دى. ډېرو خلکو پرې تبصرې هم کړې دي او له افتاب عالم څخه يې مننه کړې ده، چې د يوه ملي لوبغاړي د زوى سره يې خپله مينه څرګنده کړې او په هغه پاملرنه کوي.

افتاب عالم او ياسر ٢

د يادولو وړ ده چې ارواښاد نجيب ترکى د ملي لوبډلې توپوهونکى و، چې که څه هم په ملي لوبډله کې د لوبېدو ډېر چانس نه و ورکړل شوى، خو په شپږيزه او نورو کورنيو سياليو کې به هر ځل تر نورو ښه ځلېده. د ارواښاد مړينه د کرکټ او افغانستان لپاره يوه ستره ضايع وه.

Loading...

دا هم ولولئ

محمد نبي او ميروېس اشرف

محمد نبي میروېس اشرف ته څه ډالۍ ورکړه؟

د افغانستان کرکت ملي لوبډلې تجربه کاره لوبغاړي او د شل اوریزو لوبو غوره الراونډر …