کورپاڼه / روغتيا / د شنو مرچکو حیرانوونکې ګټې، چې له خطرناکو ناروغیو مو ژغوري
شنه مرچک

د شنو مرچکو حیرانوونکې ګټې، چې له خطرناکو ناروغیو مو ژغوري

شنه مرچک یو عام او د نړۍ له ارزان بیه شیانو له جملې څخه ګڼل کېږي خو که چېرته یې له ګټو خبر شئ نو حیران به شئ، یعنې مرچک په ډېرو خطرناکو ناروغیو د اخته کسانو لپاره خورا ګټور دی.

د راپورونو له مخې ویل کېږي، دا حیرانوونکې څېړنه په دې وروستیو ورځو کې ترسره شوې. چې د څېړنې پرمهال له پنځو لویو روغتیایي ډیټابسیو څخه څلور نیم زره څېړنېز راپورونه خپاره شوي دي.

راپورونه زیاتوي چې شنه مرچک د زړه د حملې، فلج، د زړه او سرطان غوندې ناروغۍ څخه مو نه یوازې ژغوري، بلکې په دې ناروغیو د اخته کسانو د مرګ خطر هم کموي. هغه کسان چې د مرچکو خوړلو عادت لري، د هغوی په پرتله چې دا عادت نه لری، د مرګ خطر یې خورا کم وي.

په څېړنه کې چې کوم راپورونه لېدل شوي، په دې کې یې څلور داسې لوی راپورونه هم ول، چې په چین، ایټالیا، ایران او امریکا کې پنځه لکه اویا زرو څخه زیات راپورونه یې له مشاهدې لاندې نېولي ول. یعنې هغه کسان چې مرچک خوري او هغه چې مرچک نه خوري، یو له بل سره پرتله کړل.

د ټولو راپورونو د سپړنې څخه وروسته معلومه شوه، هغه کسان چې د شنو مرچکو د استعمال عادت لري، په دوی کې د زړه حمله، فلج یا د شیریانونو ناروغیو څخه یې د مرګ خطر ۲۶ سلنه کمه ده او هغه چې په سرطان اخته وي د مرګ خطر یې ۲۳ سلنه کم وي دغه راز له هر ډول ناروغیو څخه یې د مرګ خطر ۲۵ سلنه کم وي.

څېړونکي وایي چې د مرچکو په اړه یې دا پایلې نوي دي، نو په عملي ډول یې په اړه خبرې کول، له وخته مخکې خبره ده او موږ په جدي توګه داسې هم نه شو ویلی چې خلک دې شنه مرچک ډېر استعمال کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

د مڼې پوستکي

د مڼې د پوستکي حیرانوونکې ګټې

د انګلیسي ژبې یو مشهور متل دی، چې هره ورځ یوه مڼه خوړل مو ډاکتر …