کورپاڼه / د لوبو راپورونه / ممبۍ انډينز د پنځم ځل لپاره د اى پي ايل اتلولي خپله کړه
ممبۍ انډينز

ممبۍ انډينز د پنځم ځل لپاره د اى پي ايل اتلولي خپله کړه

روهيت شرما د اى پي ايل په پايلوبه کې ممبۍ انډينز اتلولۍ ته ورسوله او ممبۍ انډينز د پنځم ځل لپاره د اى پي ايل سياليو د اتلولۍ جام پورته کړ.

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل پايلوبه د ډيلي کاپيټلز او ممبۍ انډينز لوبډلو ترمنځ د دوبۍ نړيوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې په پيل کې ډيلي کاپيټلز پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

ډيلي کاپيټلز ډېر کمزورى پيل وکړ، چې څو مهم توپوهونکي يې ژر وسوځېدل، خو له هغه وروسته لوبډلمشر شرياس اير او ريشب پانټ ښه ملګرتيا ترسره کړه او د يو ښه هدف ټاکلو هڅه يې وکړه.

ډيلي کاپيټلز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٥٦ منډې وکړې، چې له ډلې يې شرياس اير ٦٥ ناسوځېدلې او ريشب پانټ ٥٦ منډې وکړې.

د ممبۍ انډينز له لوري ټرينټ بولټ په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې ٣ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز ناتن کولټر نيل ٢ او جيانت يادو ١ ويکټ واخيسته.

د ١٥٧ منډو هدف د ممبۍ انډينز لوبډلې په ١٨.٤ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٥ ويکټو په توپير يې په پايلوبه کې د ډيلي کاپيټلز لوبډلې ته ماتې ورکړه او د اى پي ايل ٢٠٢٠ کال اتلولي يې په خپل نوم کړه.

د دوى له لوري روهيت شرما د ٤ شپږيزو او ٥ څلوريزو په مټ په ٥١ توپونو ٦٨ منډې وکړې، ايشان کشن ٣٣ ناسوځېدلې، کوانټين ډي کوک ٢٠ او سوريا کمار يادو ١٩ منډې ترلاسه کړې.

د ډيلي کاپيټلز له لوري انريک نورجه ٢، کاګيسو رباډا او مارکس سټوينيس ١-١ ويکټ واخيستې.

د پايلوبې د غوره لوبغاړي جايزه ټرينټ بولټ ته ورکړل شوه.

د روهيت شرما په لوبډلمشرۍ دا پنځم ځل دى چې د ممبۍ انډينز لوبډله د اى پي ايل اتلولي خپلوي، ممبۍ انډينز لوبډلې د اى پي ايل په تاريخ کې تر ټولو زيات ځلې اتلولي خپله کړې ده.

همدا راز د ډيلي کاپيټلز لوبډله د اى پي ايل په تاريخ کې په لومړي ځل پايلوبې ته رسېدلې وه، خو قسمت يې کار ونکړ او په پايلوبه کې يې ماتې وخوړه.

Loading...

دا هم ولولئ

ګلين پيليپس

نيوزيلېنډ په دويمه لوبه کې هم ويسټ انډيز مات او لوبلړۍ يې په خپل نوم کړه

د نيوزيلېنډ لوبډلې په دويمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې د ويسټ انډيز لوبډلې ته …