کورپاڼه / ريکارډونه / اى پي ايل: روهيت شرما دويم لوبغاړى شو چې زياتې لوبې يې وکړې
روهيت شرما

اى پي ايل: روهيت شرما دويم لوبغاړى شو چې زياتې لوبې يې وکړې

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل کې د ممبۍ انډينز لوبډلې لوبډلمشر روهيت شرما دويم لوبغاړى شو، چې په زياتو لوبو کې يې برخه واخيسته.

تراوسه پورې په اى پي ايل کې د چيناى سوپر کنګز لوبډلې لوبډلمشر مهيندرا سينګ دهوني تر ٢٠٠ زياتې لوبې ترسره کړې وې، چې له هغه وروسته روهيت شرما دويم لوبغاړى شو، چې د ٢٠٠ لوبو هدف ته ورسېد.

نن د اى پي ايل پايلوبه د ممبۍ انډينز او ډيلي کاپيټلز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، چې دا د روهيت شرما ٢٠٠مه لوبه ده.


روهيت شرما دا وياړ هم لري، چې پنځه ځل يې د اى پي ايل اتلولي خپله کړې ده، هغه څلور ځلې د ممبۍ انډينز لوبډله هم اتلولۍ ته رسولې ده، خو ايا نن به بيا اتلولي خپله کړي؟ دا به له لوبې وروسته معلومه شي.

په اى پي ايل کې تراوسه پورې تر ټولو زياتې لوبې مهيندرا سينګ دهوني ترسره کړي دي، نوموړي ٢٠٤ لوبې ترسره کړي دي، چې ٤٦٣٢ منډې يې ترلاسه کړې دي.

له هغه وروسته بيا د روهيت شرما نوم راځي، چې نن يې ٢٠٠ لوبې پوره شوې، نوموړي ٥١٦٢ منډې ترلاسه کړې دي او ١٠٩ ناسوځېدلې يې په يوه لوبه کې زياتې منډې دي. خو نن به نوموړى په پايلوبه کې څومره منډې ترلاسه کړي، دا خو به له لوبې وروسته معلومه شي.

له روهيت شرما وروسته دينيش کارتيک ١٩٦، سريش راينا ١٩٣ او ويراټ کوهلي بيا ١٩٢ لوبې ترسره کړي دي.

خو په اى پي ايل کې تر ټولو زياتې منډې بيا ويراټ کوهلي ترلاسه کړي دي، نوموړي په ١٩٢ لوبو کې ٥٨٧٨ منډې ترلاسه کړې دي. همدا راز سريش راينا، ډيويډ وارنر، شيکر دهون او روهيت شرما نور هغه توپوهونکي دي چې له ٥٠٠٠ څخه يې زياتې منډې ترلاسه کړې دي.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان

د سږ کال IPL هغه ریکارډ چې ښایي راشد خان سره پاتې شي

د سږ کال په دیارلسم پړاو هندوستان کرکټ غوره لیګ کې راشد خان یواځېنی افغان …