کورپاڼه / خبرونه / بابر اعظم د پاکستان د ټېسټ لوبډلې نوى لوبډلمشر شو
بابر اعظم

بابر اعظم د پاکستان د ټېسټ لوبډلې نوى لوبډلمشر شو

د پاکستان کرکټ بورډ اظهر علي د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د ټېسټ لوبو له لوبډلمشرۍ ليرې کړ او د هغه پر ځاى يې بابر اعظم نوى لوبډلمشر وټاکه، چې اوس د درې واړه بڼو لوبډلمشر شو.

اظهر علي د انګلستان د سفر پر مهال د پاکستان د ټېسټ لوبو لوبډلمشر و.

د پاکستان کرکټ بورډ په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي، چې عمومي رييس احسان ماني له اظهر علي سره تر ليدنې وروسته بابر اعظم د ټېسټ لوبډلې لوبډلمشر هم وټاکه.

بابر اعظم به د ټېسټ لوبډلې د لوبډلمشر په توګه د نيوزيلېنډ پر وړاندې د دوه لوبو لوبډلمشري په غاړه ولري، چې دا لوبې د اى سي سي نړيوال ټېسټ چيمپينشپ برخه دي. دا سيالۍ د دسمبر په ٢٦مه نېټه پيلېږي.

احسان ماني وايي، چې بابر اعظم په کم عمرۍ کې دا ثابته کړې ده چې هغه د لوبډلې لوبډلمشري کولاى شي، د هغه د پرلپسې ښې لوبې او مشرۍ له امله يې هغه ته د ټېسټ لوبډلې لوبډلمشري هم ورکړه.

نوموړي د اظهر علي په اړه وويل، چې هغه د کرکټ پوهه لري او د ټاپ ارډر غوره توپ اچونکى دى، هغه ډېر کرکټ نور هم کولاى شي او پاکستان به له هغه څخه ګټه پورته کړي.

بابر اعظم له رسنيو سره په خبرو کې ويلي دي، چې د ټېسټ لوبډلې لوبډلمشر ټاکل کېدو باندې هغه ډېر خوشحاله دى، ځکه چې په هغه لوبغاړو کې به يې نوم راشي، چې د پاکستان د ټېسټ لوبډلې لوبډلمشري يې کړې ده.

نوموړي ويلي دي، چې د دې ذمه وارۍ اخيستلو ته تيار دى. هغه وايي چې خپل کارونه به په ښه ډول مخکې يوسي او له هغه سره به تجربه کاره لوبغاړي هم وي.

د يادولو وړ ده چې له تېر څه وخت راهيسې د اظهر علي د ليرې کېدو په اړه خبرې کېدې، هغه د سرفراز احمد له ليرې کېدو وروسته د ټېسټ لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوى و. همدا راز بابر اعظم د شل اوريزو او يو ورځنيو لوبو لوبډلمشر ټاکل شوى و، چې اوس د درې واړه بڼو لوبډلمشر شو.

Loading...

دا هم ولولئ

بابر اعظم

پر بابر اعظم تورونه لګوونکې ښځه محکمې ته لاړه

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر بابر اعظم باندې چې کومې ښځې تورونه لګولي دي، …