کورپاڼه / روغتيا / په سپیرکیو د بدهضمۍ درملنه وکړئ
سپیرکۍ

په سپیرکیو د بدهضمۍ درملنه وکړئ

سپیرکۍ د درملو په ډول له ډېرو پخوانیو زمانو څخه استعمالېږي، چې بوټی یې سپین رنګ ته نږدې، زړی یې بادیانو ته ورته، خو له بادیانو کوچنی او خوند یې تریخ دی.

د سپیرکیو بوټي په هندوستان، ایران، مصر، پاکستان او افغانستان کې ډېر پیداکېږي، کرل کېږي او پخپله هم را زرغونېږي. روغتیایي کارپوهانو دا بوټی په دریمه درجه کې ګرم او وچ ګڼلی او په همدې سبب د هغه کسانو لپاره چې سوړ طبیعت لري ګټور دی او  د بلغمي ناروغیو لپاره هم اغېزمن ګڼل کېږي.

سپیرکۍ نه یوازې د خوړو خوند برابروي بلکې ښه یې هضموي هم. د افیونو اغېزې هم لرې کولی شي، چې په همدې وجه یې د افیونو اصلاح کوونکی هم بولي او د ځیګر لپاره هم ګټور دی.

سپیرکۍ د فلج او دماغي کمزوریو لپاره اغېزمن دي.

د سپیرکیو د څو دانو په ژوولو سره قی/ ګانګې سمدستي ودرېږي. که د خولې خوند مو خراب وي، د سپیرکیو د څو دانو په ژوولو سمېدلی شي. زړه ته قوت ورکوي او دماغي دردونو ته ګټه رسوي.

که چېرته مو لړم وچیچي نو په هماغه ځای سمدستي سپیرکۍ کېږدئ، نو زر به آرامه شئ. که د شاتو سره یو ځای وخوړل شي نو د مخ، لاسونو او پښو سوخت ختمولی شي. د خیټې درد او بد هضمۍ لپاره مالګه او سپیرکۍ سره ګډ وخورئ، نو روغ به شئ.

د پرلپسې تبې لپاره هم اغېزمنې تمامېدلی شي.

د ایټکیو د لرې کولو لپاره لږ اندازه سپیرکۍ په اور واچوئ او لوګی یې په پوزه کش کړئ، نو ایټکۍ به مو سمدستي ورکې شي.

دغه راز بادیان هم د انسان د بدن لپاره ګټور تمامېږي. په بادیانو کې موجود مواد د رګونو د بندېدو مخنیوی کوي، باد او ګیس له منځه وړي او د هاضمې په سیستم کې هم اغېزمن دي. ځیره هم کولی شي د باد او ګیس په ختمولو او د هاضمي په سیستم کې مرستندویه ثابتېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

تر ډېره ناسته

هغه عادت چې د خطرناکو ناروغیو سبب جوړېدلی شي

تر ډېره پورې کېناستل د منځني عمر لرونکي لپاره د مرګ خطر ډېرولی شي، خو …