کورپاڼه / خپلواک / سریلانکايي ځوانانو پاکستان له تېغه تېر، خو افغانستان ته يې هم تاوان ورساوه

سریلانکايي ځوانانو پاکستان له تېغه تېر، خو افغانستان ته يې هم تاوان ورساوه

خپلواک وېبپاڼه (۱۰ اکتوبر ۲۰۱۹): د سریلانکا لوبډلې د پاکستان په سفر کې د شل اوریزو لوبو تر ټولې مخکښې پاکستانۍ لوبډلې ته د درې شل اوریزو لوبلړۍ کې وایټ واش ماته ورکړه او هغوی يې په خپل کور کې دننه مات کړل، خو تاوان يې افغانستان ته هم ورسېده.

د سریلانکا لوبډله، چې پاکستان له ډېرو هڅو او مصارفو وروسته پاکستان ته په ورتګ راضي کړه، خو تجربه کارو او مشهورو لوبغاړو پاکستان ته له تګ انکار وکړ، چې له هغه وروسته سریلانکايي کرکټ بورډ د نوو ځوانانو لوبډله پاکستان ته ولېږله.

که یوې خواته پاکستان دې ته خوشحاله و، چې نړیوال کرکټ يې خپل هېواد ته راوسته، خو بل لوري ته په دې غره و، چې د سریلانکا لوبډله او هغه هم نوي ځوانان، دوی به يې په ټوکو ټوکو کې مات کړي.

د پاکستان پخوانیو لوبغاړو په رسنیو کې بیا بیا وویل، چې د سریلانکا لوبډله به پاکستان ډېر په اسانۍ ماته کړي، خو د سریلانکا لوبډلې ځوانانو د پاکستان دغه خوبونه او غرور له خاورو سره خاورې کړ او د لوبلړۍ په درې واړه شل اوریزه لوبو کې يې په اسانۍ ماته ورکړه او وایټ واش بریا يې خپله کړه.

د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې پاکستان اول او سریلانکا اتم مقام درلوده، چې سریلانکا تر افغانستان وروسته وه، خو د پاکستان ماتولو وروسته د سریلانکا امتیازونه ۲۳۷ شو، چې د افغانستان امتیازونه ۲۳۵ دي، نو سریلانکا له افغانستان اووم مقام واخیسته.

اوس سریلانکا د نړیوالو شل اوریزو لوبډلو په درجه بندۍکې اووم مقام لري او افغانستان اتم مقام. سریلانکا که څه هم پاکستان له سختو ماتو سره مخ او غرور يې ورخاورې کړ، خو افغانستان نه يې هم ۷م مقام واخیسته.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …