د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل پايلوبه پرون شپه د ډيلي کاپيټلز او ممبۍ انډينز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د ډيلي د ١٥٧ منډو هدف ممبۍ انډينز د ٥ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٢٠٢٠ کال اى پي ايل اتلولي يې په خپل نوم کړه.
په پايلوبه کې يو شمېر ريکارډونه هم جوړ شو، چې دلته يې په اړه تاسې ته معلومات درکوو.
زيات ځلې اتلولي
د ٢٠٢٠ کال د اى پي ايل اتلولۍ په خپلولو سره د ممبۍ انډينز لوبډلې ٥ ځل د اى پي ايل اتلولي خپله کړه. دا يوازينۍ لوبډله ده چې پنځه ځل يې اتلولي خپله کړې ده.
Don’t #StopTheCount 🏆🏆🏆🏆🏆#OneFamily #MumbaiIndians #Believe🖐🏼 #MIChampion5 #MIvDC pic.twitter.com/AOXa9roTRQ
— Mumbai Indians (@mipaltan) November 10, 2020
له اتلولۍ دفاع
د ٢٠١٩ کال اتلولي هم ممبۍ انډينز لوبډلې ګټلې وه او د ٢٠٢٠ کال اتلولي هم ممبۍ انډينز لوبډلې وګټله چې په ښه ډول يې له خپلې اتلولۍ دفاع وکړه. د ممبۍ انډينز لوبډله د اى پي ايل په تاريخ کې دويمه لوبډله شوه، چې له خپلې اتلولۍ دفاع کوي، تر دې مخکې چيناى سوپر کنګز له اتلولۍ څخه دفاع کړې وه.
4000 runs in Blue & Gold for @ImRo45 👌👌#Dream11IPL pic.twitter.com/59YXjn9obB
— IndianPremierLeague (@IPL) November 10, 2020
د روهيت شرما ٢٠٠ لوبې
پرونۍ اى پي ايل لوبه د ممبۍ انډينز لوبډلمشر روهيت شرما په اى پي ايل کې ٢٠٠مه لوبه وه، نوموړى د اى پي ايل په تاريخ کې دويم لوبغاړى دى چې په دوه سوه لوبو کې ګډون کوي.
تر دې مخکې مهيندرا سينګ دهوني له ٢٠٠ څخه زياتې لوبې ترسره کړې دي، هغه ٢٠٤ لوبو کې برخه اخيستې ده، له هغه وروسته روهيت شرما دى چې ٢٠٠ لوبې يې ترسره کړې.
روهيت شرما همدا راز د ممبۍ انډينز لوبډلې لپاره ٤٠٠٠ منډو هدف هم پوره کړ، نوموړي په اى پي ايل کې تر پنځه زره زياتې منډې کړې دي. همدا راز د لوبډلمشر په توګه هم هغه د ٣٠٠٠ منډو هدف پوره کړ.
A well made half-century for @ImRo45 in his 200th outing in the IPL.
He also breaches the 3000-run mark as Captain.#Dream11IPL #Final pic.twitter.com/siJMPAWEWW
— IndianPremierLeague (@IPL) November 10, 2020
د ريشب ٣٠٠٠ منډې
د ډيلي کاپيټلز لوبډلې توپوهونکي ريشب پانټ په پرونۍ لوبه کې د ٣٠٠٠ منډو هدف پوره کړ. خو دا په اى پي ايل کې نه، بلکې په ټولو شل اوريزو لوبو کې د هغه منډې دي چې د ٣٠٠٠ منډو هدف ته يې ځان ورساوه.
👉🏽 3⃣0⃣0⃣0⃣ T20 RUNS 👈🏽
Another milestone for our explosive southpaw @RishabhPant17#MIvDC #IPLFinal #Dream11IPL #YehHaiNayiDilli pic.twitter.com/GK3pIUmkVH
— Delhi Capitals (Tweeting from 🇦🇪) (@DelhiCapitals) November 10, 2020