کورپاڼه / خپلواک / ګرانټ فلاور: د پاکستان کرکټ بورډ د سياست ښکار دى
ګرانټ فلاور

ګرانټ فلاور: د پاکستان کرکټ بورډ د سياست ښکار دى

خپلواک وېبپاڼه \ ١٦ اګست ٢٠١٩: د پاکستان کرکټ لوبډلې پخوانى د توپوهنې روزونکى ګرانټ فلاور وايي، چې د پاکستان کرکټ بورډ په سيسم کې سختې خرابۍ دي او د سياست ښکار دى.

نوموړي د پاکستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې د توپوهونې روزونکي په حېث دنده پرېښې ده او په خپله تازه مرکه کې يې ويلي دي، چې په پاکستان کې د کرکټ سره د خلکو ډېره مينه ده، خو پخواني کرکټ لوبغاړي ډېرې بې ځايه نيوکې کوي او سياست پکې دخيل دى، دا هغه هر څه دى چې دى به نور ونه غواړي د پاکستان له لوبډلې سره دنده ترسره کړي.

په خپله مرکه کې نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې دا هم ويلي دي، چې فخر زمان په خپله توپوهنه کې د تخنيکي ستونزو سره مخ دى، بابر اعظم او حارث سهېل څو کاله نور هم ښه کرکټ کولاى شي، هغه همدا راز وايي، چې زه فکر کوم د حارث سهېل رښتينى کرکټ تراوسه نه دى کړى.

ګرانټ فلاور پنځه کاله د پاکستانۍ کرکټ لوبډلې د توپوهنې د روزونکي په حېث دنده ترسره کړه، که څه هم پاکستاني رسنيو په هغه ډېرې نيوکې کړي دي او ويلي يې دي چې هغه د پاکستانۍ لوبډلې د توپوهنې ستونزې حل نه کړاى شوې، خو نوموړى وايي چې د پاکستان په کرکټ بورډ کې ډېرې ستونزې او سياست دخيل و، چې کرکټ يې تباه کړى.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان فخر زمان له چيمپينز ټرافۍ وروسته د زمبابوې پر وړاندې هم ښه لوبه ترسره کړه، خو له هغه وروسته يې ښه لوبه نه ده کړې او همدا لامل دى چې ډېرى پاکستانيان پرې سختې نيوکې کوي، خو ګرانټ فلاور بيا وايي چې هغه تخنيکي ستونزې لري او د پاکستان کرکټ بورډ کې نوموړى بيا له سياست څخه سر ټکوي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …